تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیه پر اسرائیلو فشار راوړي چې د حماس د اوربند رغنده ګامونو ته ورته ځواب ووايي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، حماس په غزه کې د یوه دایمي اوربند لپاره "رغنده ګامونه" اوچت کړي او پر اسرائیلو غږ کوي چې ورته هوډ وښيي.
تورکیه پر اسرائیلو فشار راوړي چې د حماس د اوربند رغنده ګامونو ته ورته ځواب ووايي
تورکیه پر اسرائیلو فشار راوړي چې د حماس د اوربند رغنده ګامونو ته ورته ځواب ووايي / AA

تورکیه پر اسرائیلو فشار راوړي چې د حماس د اوربند رغنده ګامونو ته ورته ځواب ووايي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، حماس په غزه کې د یوه دایمي اوربند لپاره "رغنده ګامونه" اخلي او پر اسرائیلو غږ کوي چې ورته هوډ وښيي، په داسې حال کې چې انقرې او قاهرې په سیمه ییزو او اقتصادي برخو کې د همکاریو د ژورولو ژمنه کړې ده.

هاکان فیدان وايي چې غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده او باید د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یوې روښانه چوکاټ په ترڅ کې د فلسطینیانو لخوا اداره شي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د چهارشنبې په ورځ وویل، د فلسطین ډله حماس په غزه کې د اوسني اوربند د دایمي کولو لپاره د رغنده ګامونو اخیستو ته لېوالتیا ښيي، او پر اسرائیلو یې غږ وکړ چې ورته هوډ وښيي.

هاکان فیدان په انقره کې له خپل مصري سیال بدر عبدالعاطي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې، ټینګار وکړ چې غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده او باید همداسې پاتې شي او د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یوې روښانه چوکاټ په ترڅ کې د فلسطینیانو لخوا اداره شي.

فیدان وویل: "غزه د فلسطین برخه ده، باید همداسې پاتې شي او ورسره باید همداسې چلند وشي،" او پر اسراییلو یې غږ وکړ چې پر بشري مرستو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او ټولې سرحدي لارې پرانیزي.

غزې ته د تورکیې د مرستو په رسولو کې د مصر مرسته

وزیر همدارنګه غزې ته د تورکیې د بشري مرستو په رسولو کې د اسانتیا برابرولو لپاره د مصر له مرستې مننه وکړه او د دې جګړه ځپلې سیمې د بیارغونې لپاره یې د یوې نړیوالې غونډې د ژر تر ژره رابللو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: "د ژمي په رارسېدو سره، د طبي او بشري مرستو ننوتل لا ډېر اړین شوي دي."

د دوه اړخیزو اړیکو په اړه، فیدان د انقرې او قاهرې ترمنځ د مخ پر ودې اقتصادي او دفاعي همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې مصر په افریقا کې د تورکیې ترټولو لوی سوداګریز شریک دی، چې د سوداګرۍ حجم یې ۹ ملیارده ډالره دی او په راتلونکو کلونو کې یې ۱۵ ملیارد ډالرو ته د رسولو ګډ هدف لري.

'اردوغان به ډېر ژر مصر ته سفر وکړي'

عبدالعاطي په خپل وار په انقره کې خبرې "ګټورې مشورې" وبللې چې دوه اړخیزې او سیمه ییزې مسلې پکې شاملې وې، او اعلان یې وکړ چې تمه کیږي ولسمشر رجب طیب اردوغان ډېر ژر په قاهره کې د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د امنیت، ثبات او حاکمیت لپاره د قاهرې بشپړ ملاتړ بیا تکرار کړ او ټینګار یې وکړ چې دمشق ګاونډیو هېوادونو ته هیڅ ګواښ نه پېښوي.

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.