سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ سلاکار کودتا په تور د  هیلري کلنټن او د اوباما د دورې ځینې چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه
د سپینې ماڼۍ د عمومي سکرتر مرستیال  سټیفن میلر غوښتنه کړې چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن او د اوباما ادارې ځینې چارواکي دې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د روسیې د تحقیقاتو له لارې د "کودتا" په تور محاکمه شي.
ټرمپ سلاکار کودتا په تور د  هیلري کلنټن او د اوباما د دورې ځینې چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه
/ AP Archive

د ټرمپ یو تن سلاکار د کودتا په تور د  هیلري کلنټن او د اوباما د دورې ځینې چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

د سپینې ماڼۍ د عمومي سکرتر مرستیال  سټیفن میلر غوښتنه کړې چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن او د اوباما ادارې ځینې چارواکي دې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د روسیې د تحقیقاتو له لارې د "کودتا" په تور محاکمه شي.

میلر د یکشنبې په ورځ فوکس نیوز ته وویل: "د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې د روسیې د همکارۍ جعلي تورونه د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو لوی دروغ دي. دا یوه کودتا وه چې د هېواد د استخباراتي ادارو، ژور دولت او دیموکرات ګوند لخوا ترسره شوه."

میلر ادعا وکړه چې نوي استخباراتي معلومات د دې موضوع په اړه شکونه له منځه وړي او وویل چې دا تورونه د "امریکا پر وړاندې د خیانت دسیسې ټولې قانوني برخې پوره کوي." هغه د CIA پخوانی مشر جان برینن، د FBI پخوانی مشر جیمز کومي، د کالیفورنیا سناتور ادم شیف، هیلري کلنټن او نور تورن کړل چې په شعوري ډول یې دغه دسیسه جوړه کړې وه.

میلر وویل: "هر یو فرد چې په دې کې ښکېل دی، اوس د دې دسیسې برخه دی." هغه زیاته کړه: "اوس د حساب ورکولو وخت دی ترڅو موږ خپله ډیموکراسي بېرته ترلاسه کړو."

کله چې د پایلو په اړه وپوښتل شو، میلر ډاډ څرګند کړ چې د عدلیې وزارت به "دا حقایق تعقیب کړي او ټول اړین قانوني ګامونه به پورته کړي."

میلر د CIA مشر جان رټکلیف د ارزونې ملاتړ وکړ چې دسیسه لا هم روانه ده ځکه چې ګډونوال "لا هم دا نه مني" او ښایي د محدودیتونو قانون وغځوي.

هغه وویل: "لا هم د ژور دولت د کودتا پلان جوړونکي شته چې هڅه کوي دا معلومات پټ کړي." میلر زیاته کړه: "دا ټول چلند او کړنې په ګډه دا معنا لري چې دسیسه پای ته نه ده رسېدلې او لا هم روانه ده."

ټرمپ د سه شنبې په ورځ پخوانی ولسمشر بارک اوباما تورن کړ چې د هغه پر وړاندې یې د "کودتا" پلان جوړ کړی وو او چارواکو څخه يي غوښتنه وکړه  چې د هغه پر وړاندې اقدام وکړي.

دا څرګندونې هغه مهال وشوې کله چې له ټرمپ څخه د بدنام شوي مالي تمویلونکي جیفري اپسټین او د ماشومانو د قاچاق په تور محکومې ګیسلین مکسویل په اړه پوښتنه وشوه.

د اوباما دفتر د ټرمپ ادعاوې "عجیبه، بې بنسټه" او "د پام اړولو لپاره یوه کمزورې هڅه" وبللې.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله