د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
فلسطین: د اذانونو د بندولو په اړه د اسرائیلو د قانون مسوده د "مذهبي جګړې" اعلان دی
د فلسطین د ولسمشر محمود عباس د مذهبي چارو جګپوړي سلاکار، شیخ محمود الهباش ویلي چې په جوماتونو کې د اذان د ممنوعیت په اړه د اسرائیلو ګام د "مذهبي جګړې" اعلان دی.
فلسطین: د اذانونو د بندولو په اړه د اسرائیلو د قانون مسوده د "مذهبي جګړې" اعلان دی
فلسطین: د اذانونو د بندولو په اړه د اسرائیلو د قانون مسوده د "مذهبي جګړې" اعلان دی

هباش دا څرګندونې وروسته له هغه په یوه لیکلې اعلامیه کې وکړې چې د اسرائیلو د افراطي ښي اړخي د ملي امنیت وزیر، ایتامار بن ګویر د "یهودي ځواک"  ګوند هغه طرحه د قانون جوړونې د کمیسیون لخوا تصویب شوه چې په ۱۹۴۸ کال کې په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د لاوډسپیکر له لارې له جوماتونو څخه د اذان کول منع کوي.

هباش وویل چې په بیت المقدس او د ۱۹۴۸ په سیمو کې د اذان د بندولو لپاره د اسرائیلو هڅې پر مسلمانانو، اسلام او د عبادت پر آزادۍ مستقیم برید دی. هغه ټینګار وکړ چې دا د اسلام د مقدسو ځایونو او شعایرو پر وړاندې د یوې مذهبي جګړې اعلان دی.

نوموړي زیاته کړه چې پر اذان برید د اسرائیلو د هغې کرکې او افراطیت ښکارندویي کوي چې د فلسطین د خلکو او د اسلام او عیسویت د مقدسو ارزښتونو پر وړاندې یې په خپلو سیاستونو کې کاروي.

هباش دا هم وویل چې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو د اسرائیلو برید د عبادت د هغې آزادۍ نقض دی چې نړیوالو قوانینو تضمین کړې ده. هغه څرګنده کړه چې د اذان د ممنوعیت هڅې به هیڅکله ونه توانیږي چې "د فلسطیني ولس ملي او مذهبي هویت له منځه یوسي او یا له خپلې خاورې سره د هغوی اړیکه پرې کړي."

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د اسرائیلو پولیسو د بن ګویر په لارښوونه په دریو جوماتونو کې د اذان د بندولو لپاره جریمه کوونکي راپورونه چمتو کړي وو.

همدارنګه، د بن ګویر ګوند د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د ۱۹۴۸ کال په اشغال شویو سیمو کې له جوماتونو څخه د لاوډسپیکر له لارې د اذان د ممنوعیت قانوني مسوده پارلمان ته وړاندې کړې وه.

د دې لپاره چې یاده مسوده په قانون بدله شي، باید په پارلمان کې تصویب شي؛ خو تر اوسه په پارلمان کې د هغې د رای اچونې کره نیټه نه ده څرګنده شوې.

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول