تورکیې ویلي دي چې په مدلین کښتۍ سپاره  تورکي مرستندویان زمونږ د پوره نظر او څار لاندې دي.

د تورکيې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې هغه ترکي اتباع چې د مدلین په نوم کښتۍ کې وو، چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د غزې لپاره د مرستو د رسولو پر مهال ودرول شوه، د دوې تر نظر څارنې لاندې دي.

/ Public domain

نیول شوي کسان د دوشنبې په شپه ناوخته د کښتۍ څخه ښکته کړل شول او وروسته د تورکيې د تل ابیب سفارت چارواکو لخوا ورسره لیدنه وشوه.

سرچینو ویلي چې ترکي اتباعو ته هر ډول قونسلګرۍ ملاتړ برابر شوی او د هغوی خپلوانو ته د پروسې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د مدني ټولنې ډلې د ازادۍ بیړۍ ائتلاف لخوا د غزې د بندیز ماتولو او سیمې ته د مرستو رسولو لپاره د وروستي ماموریت په ترڅ کې، دغه ۱۸ متره (۵۹ فوټه) اوږده کښتۍ د جون په لومړۍ نېټه د ایټالیا د کتانیا ښار د سان جیوواني لي کټي بندر څخه د غزې په لور روانه شوه.

د مدلین په کښتۍ کې فعالانو اعلان کړی و چې دوی به سوله ییز دریځ خپل کړي او که اسرائیلي پوځ مداخله وکړي، مقاومت به ونه کړي.

د اسرائیلي پوځ لخوا د دوشنبې په ورځ په مدلین کښتۍ مداخله وشوه، چې هدف یې د غزې د بندیز ماتول و.

په کښتۍ کې د اروپا د پارلمان فرانسوۍ غړې ریما حسن، د آلمان یاسمین آچار، د تورکیې حسین سوایب اردو، د برازیل تیاګو آویلا، د اسپانیا سرجیو توریبیو، د هالنډ مارکو وان رینس، د فرانسې بپتیست اندری، ریوا ویارد، پاسکال موریرس، او یانیس محامدي، د سویډن د اقلیم فعاله ګریتا تونبرګ، او خبریال عمر فیاض شامل وو.