د تهران د ری په ښار د بریدونو په نتیجه کې ۵ تنو افغانانو ژوند د لاسه ورکړی
د ایران د تهران ولایت اړوند پر رې ښار د امریکا او اسرائیل د شپې په برید کې لږ تر لږه ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تهران د ری په ښار د بریدونو په نتیجه کې ۵ تنو افغانانو ژوند د لاسه ورکړی / AA
پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه دوام لري.
د اناتولیا خبري آژانس خبریال د هغو معلوماتو له مخې چې له ایراني روغتیايي چارواکو یې ترلاسه کړي، د تهران ولایت اړوند پر رې ښار د شپې په بریدونو کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ټول د افغانستان وګړي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې د بریدونو په پایله کې ۷ ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او په ټولیزه توګه ۲۰ ودانیو ته زیان اوښتی دی.
ویل شوي چې د توغندیزو بریدونو له امله په نړېدلو ودانیو کې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او د مړو شمېر ښايي لوړ شي.
د نړېدلو ودانیو د اوسېدونکو خپلوان په اوښکو ډکو سترګو د لټون او ژغورنې عملیات څاري، او په سیمه کې نیول شوي پراخ امنیتي تدابیر د پام وړ دي.