د هند په شمالي سیمه کې د چورلکې د سقوط له امله ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په هند کې د اوتراکنډ ایالت په اوتارکاشي ولسوالۍ کې د یوې چورلکې د غورځېدو له امله لږ تر لږه شپږو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

/ Others

د دولتي خبري اژانس دوردرشن نیوز راپور له مخې په دې پېښه کې یو بل کس هم په جدي توګه ټپي شوی دی. دغه چورلکه د ګنګاناني د ګرمو چینو سیمې ته نږدې غورځېدلی و.

په راپور کې ویل شوي: "اداري او د ژغورنې ډلې د چورلکې د غورځېدو سیمې ته رسیدلي دی. "

د ایالت لومړي وزیر، پشکر سینګ دهامي، چارواکو ته لارښوونه کړې چې ټپي کسانو ته هر ډول ممکنه مرسته ورسوي او د پېښې په اړه پلټنه وکړي.

هغه په خپل پیغام کې لیکلي: "زه په دې اړه له چارواکو سره په دوامداره اړیکه کې یم او هر حالت څارل کېږي."