د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
د حماس ځواکونو د غزې د هغې 'جنایتکارې ډلې' ۳۲ غړي وژلي چې د مرستندویه توکو په غلا کې یې لاس درلود
یوې فلسطیني امنیتي سرچینې د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې د حماس د فلسطیني مقاومت ډلې ځواکونو د هغو امنیتي عملیاتو په ترڅ کې چې د جمعې په ورځ د اوربند تر پلي کېدو وروسته پیل شول.
د حماس ځواکونو د غزې د هغې 'جنایتکارې ډلې' ۳۲ غړي وژلي چې د مرستندویه توکو په غلا کې یې لاس درلود
حماس / AA

د حماس ځواکونو د غزې د هغې 'جنایتکارې ډلې' ۳۲ غړي وژلي چې د مرستندویه توکو په غلا کې یې لاس درلود
د فلسطین مقاومت ډلې ته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د داخلي امنیتي عملیاتو لپاره "د ستونزو د هواري" اجازه ورکړل شوې ده.

یوې فلسطیني امنیتي سرچینې د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې د حماس د فلسطیني مقاومت ډلې ځواکونو د هغو امنیتي عملیاتو په ترڅ کې چې د جمعې په ورځ د اوربند تر پلي کېدو وروسته پیل شول، په غزه ښار کې د یوې "جنایتکارې ډلې" ۳۲ غړي وژلي دي چې د مرستو په غلا کولو لاس درلود. پدې نښتو کې د حماس ۶ تنه غړي هم وژل شوي دي.

دغه چارواکي وویل، دغو امنیتي عملیاتو "په غزه ښار کې له یوې کورنۍ سره تړلې یوه خطرناکه جنایتکاره ډله" په نښه کړې وه. نوموړي وویل، د عملیاتو په پایله کې ۲۴ کسان نیول شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې، په پراخه کچه داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې اسرائیل په غزه کې د یوې وسله والې ډلې ملاتړ کړی و، ترڅو پر دغه فلسطیني قلمرو د حماس کنټرول کمزوری کړي. دغه ډله د مرستندویه توکو په غلا کې ښکېل وه.

له کله راهیسې چې د اسرائیل د دوه کلنې جګړې اوربند پلی شوی، د غزې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او دا يي د امنیتي تشې د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره یو ګام بللی دی.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د جګړې د پای ته رسولو د پلان له مخې له حماس څخه غوښتي چې بې وسلې شي، خو هغه حماس ته د داخلي امنیتي عملیاتو لپاره شین څراغ ورکړی او ویلي یې دي چې هغوی غواړي "ستونزې هوارې کړي" او "موږ هغوی ته د یوې مودې لپاره اجازه ورکړه."

حماس پخوا د یوې جنایتکارې ډلې مشر، یاسر ابو شباب، او د هغه ملاتړي له اسرائیل سره په همکارۍ تورن کړي وو.

د حماس امنیتي چارواکي وویل، چې د ابو شباب یو لوړپوړی مرستیال د اوربند له پیل سره د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې "له منځه وړل شوی" او زیاته یې کړه چې د ابو شباب د نیولو لپاره پلټنه روانه ده.

هغه زیاته کړه: "امنیتي عملیات دوام لري او تر هغې به پراخ شي، ترڅو دا مسله په بشپړه توګه پای ته ورسېږي، او هېڅ لوري ته به اجازه ورنه کړل شي چې له قانون څخه سرغړونه وکړي."

 

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو