تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
په انقره کې جوړه شوې د ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه پيل شوه
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
اردوغان

په انقره کې جوړه شوې د ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.

د ولسمشر اردوغان د وینا مهم ټکي:

موږ هڅه کوو چې خپلې وړتیاوې د اړتیا په وخت کې د اتحاد (ناټو) په خدمت کې وړاندې کړو

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: "په اروپا کې د تر ټولو لوی ځمکني پوځ لرونکي هېواد په توګه، موږ هڅه کوو چې خپلې وړتیاوې د اړتیا په مرحله کې د اتحاد په خدمت کې وړاندې کړو."

ولسمشر اردوغان وویل: "بې له شکه زموږ د هېواد اصلي بریا د دفاعي صنایعو په پرمختګ کې ده. د تولید او صادراتو د ظرفیت له مخې، موږ د نړۍ د لسو غوره هېوادونو په کتار کې شامل شوي یو."

نوموړي زیاته کړه: "د ترکیې په توګه مو تر ۲۰۳۰ کال وړاندې د خپلو دفاعي لګښتونو کچه ۳.۵ سلنې ته د لوړولو لپاره اړین تدابیر نیولي دي."

د ناټو ۳.۰ (NATO 3.0) هدف ته د رسېدو په اړه اردوغان وویل: "د دفاعي صنایعو په ګډون باید د متحدینو ترمنځ په دفاعي همکاریو کې شته محدودیتونه لیرې شي. کله چې د عقل او منطق پر بنسټ د همکارۍ یو ماډل ممکن وي، نو د هغو متحدینو څنډې ته کول چې د اروپايي ټولنې غړي نه دي، په اروپا کې به د مصنوعي وېش لامل شي."

اردوغان د بې پیلوټه الوتکو په اړه وویل: "د یو داسې متحد په توګه چې بې پیلوټه الوتکې (IHA او SIHA) په بریا سره کاروي، موږ هیله لرو چې د بې پیلوټه سیسټمونو پر وړاندې د مبارزې زموږ د تخصص مرکز (Counter-Unmanned Systems Center of Excellence) په ناټو کې ثبت او رسمي اعتبار ترلاسه کړي."

نوموړي د محدودیتونو د لیرې کولو په اړه وویل: "زه خوښ یم چې د دفاعي صنایعو په فورم کې دا پیغام د حکومتي چارواکو لخوا تکرار او پرې ټینګار وشو."

د ایران د مسلې په اړه اردوغان وویل: "د ایران د کړکېچ د حل لارې ته د برابرېدو په برخه کې، له تخریبي هڅو سره سره، د خپل ملګري ښاغلي ټرمپ د ملاتړ او پرېکنده دریځ ستاینه کوم. موږ چمتو یو چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې اړینه مرسته وکړو."

اردوغان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې کیلي 'دوه دولتي حللاره' ده او زیاته یې کړه: "زه غواړم دا څرګنده کړم چې په ځانګړې توګه په غزه او لبنان کې د آرامۍ د تامین لپاره موږ ټول مسؤلیت لرو."

د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه یې وویل: "په داسې حال کې چې له اوکراین څخه ملاتړ کوو، له خپلو ارتباطي چینلونو څخه هم ګټه اخلو ترڅو روسیه سولې ته وهڅوو. د اوکراین په جګړه کې د ښاغلي ټرمپ د سولې له لیدلوري (Vision) سره موافق یم او د اوکراین د لومړیتوب لرونکو اړتیاوو د لیست له نوښت څخه ملاتړ کوم."

په پای کې اردوغان وویل: "یادونه کوم چې موږ باید د تروریزم له ټولو ډولونو او بڼو سره د مبارزې په برخه کې په بشپړ ډول سره متحد او همغږي واوسو."

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه