نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا  له بهر نه د لوړو مهارتونو لرونکو کسانو د راوړلو د ویزې فیس ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته لوړ کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي حکم د لاسلیکولو سره له بهر نه د لوړو مهارت لرونکو کسانو د راوستلو د ویزې بیه ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته لوړه کړه.
امریکا  له بهر نه د لوړو مهارتونو لرونکو کسانو د راوړلو د ویزې فیس ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته لوړ کړ.
/ Reuters

امریکا  له بهر نه د لوړو مهارتونو لرونکو کسانو د راوړلو د ویزې فیس ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته لوړ کړ.

امازون، مایکروسافټ او جې پي مورګان شرکتونو خپلو هغو کارکوونکو ته چې د H-1B او H-4 ویزې لري، خبرداری ورکړی چې په  امریکا کې پاتې شي او له نړیوالو سفرونو ډډه وکړي. دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړو مهارتونو لرونکو کارکوونکو د ویزو پروګرام کې د پراخو بدلونونو یوه اعلامیه لاسلیک کړه.

رویټرز د خبر له مخې د یادو شرکتونو داخلي یادښتونه او ایمیلونه ښیي چې دوی خپل هغو لوړ مهارت لرونکو کارکوونکو ته چې  د ویزې سره په امریکا کې کار کوي او  دا مهال له هېواده بهر دي، سپارښتنه کړې چې د سپتمبر میاشتې پر ۲۱مه نېټه د امریکا په ځايي وخت  د شپې له ۱۲ بجو  څخه مخکې  باید بېرته امریکا ته راستانه شي، ځکه د شپې په ۱۲ بجو او یوه دقیقه  نوي قوانین پلي کېږي.

د ټرمپ دا حکم، چې د جمعې په ورځ په بیضوي دفتر  کې لاسلیک شو، شرکتونه اړ باسي چې د هرې H-1B ویزې لپاره ۱۰۰،۰۰۰ ډالره کلنی فیس ورکړي. د ټرمپ اداره وايي چې د دې اقدام موخه د امریکایي کارګرانو ساتنه ده.

سږ کال امازون شرکت تر ټولو ډېرې H-1B ویزې ترلاسه کړې چې شمېر یې له ۱۰،۰۰۰ څخه ډېر دی. تر امازون وروسته په ترتیب سره ټاټا کنسلټنسي، مایکروسافټ، اپل او ګوګل شرکتونه دي.

د H-1B پروګرام، چې په ۱۹۹۰ کال کې جوړ شوی، امریکايي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې د ساینس او ټکنالوژۍ په څېر برخو کې د لوړو مهارتونو لرونکي بهرني کارکوونکي وګماري، خو دا پروګرام له ډېرې مودې راهیسې له دې نیوکې سره مخ دی چې ګواکې د معاشونو د کموالي لامل کېږي.

 

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ