امریکا له بهر نه د لوړو مهارتونو لرونکو کسانو د راوړلو د ویزې فیس ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته لوړ کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي حکم د لاسلیکولو سره له بهر نه د لوړو مهارت لرونکو کسانو د راوستلو د ویزې بیه ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته لوړه کړه.
امریکا له بهر نه د لوړو مهارتونو لرونکو کسانو د راوړلو د ویزې فیس ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته لوړ کړ.
امازون، مایکروسافټ او جې پي مورګان شرکتونو خپلو هغو کارکوونکو ته چې د H-1B او H-4 ویزې لري، خبرداری ورکړی چې په امریکا کې پاتې شي او له نړیوالو سفرونو ډډه وکړي. دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړو مهارتونو لرونکو کارکوونکو د ویزو پروګرام کې د پراخو بدلونونو یوه اعلامیه لاسلیک کړه.
رویټرز د خبر له مخې د یادو شرکتونو داخلي یادښتونه او ایمیلونه ښیي چې دوی خپل هغو لوړ مهارت لرونکو کارکوونکو ته چې د ویزې سره په امریکا کې کار کوي او دا مهال له هېواده بهر دي، سپارښتنه کړې چې د سپتمبر میاشتې پر ۲۱مه نېټه د امریکا په ځايي وخت د شپې له ۱۲ بجو څخه مخکې باید بېرته امریکا ته راستانه شي، ځکه د شپې په ۱۲ بجو او یوه دقیقه نوي قوانین پلي کېږي.
د ټرمپ دا حکم، چې د جمعې په ورځ په بیضوي دفتر کې لاسلیک شو، شرکتونه اړ باسي چې د هرې H-1B ویزې لپاره ۱۰۰،۰۰۰ ډالره کلنی فیس ورکړي. د ټرمپ اداره وايي چې د دې اقدام موخه د امریکایي کارګرانو ساتنه ده.
سږ کال امازون شرکت تر ټولو ډېرې H-1B ویزې ترلاسه کړې چې شمېر یې له ۱۰،۰۰۰ څخه ډېر دی. تر امازون وروسته په ترتیب سره ټاټا کنسلټنسي، مایکروسافټ، اپل او ګوګل شرکتونه دي.
د H-1B پروګرام، چې په ۱۹۹۰ کال کې جوړ شوی، امریکايي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې د ساینس او ټکنالوژۍ په څېر برخو کې د لوړو مهارتونو لرونکي بهرني کارکوونکي وګماري، خو دا پروګرام له ډېرې مودې راهیسې له دې نیوکې سره مخ دی چې ګواکې د معاشونو د کموالي لامل کېږي.