نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
نیویارک ټایمز: په وینزویلا کې د امریکا پوځي مداخلې د ټرمپ ملاتړي په دوو برخو ویشي
په وینزویلا کې د امریکا پوځي مداخلې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو شمېر ملاتړو له خوا په تود هرکلي سره مخ شوې، خو ځینې نورې کړۍ بیا دا ګام تر پوښتنې لاندې راولي.
نیویارک ټایمز: په وینزویلا کې د امریکا پوځي مداخلې د ټرمپ ملاتړي په دوو برخو ویشي
نیویارک ټایمز: په وینزویلا کې د امریکا پوځي مداخلې د ټرمپ ملاتړي په دوو برخو ویشي / AP

نیویارک ټایمز: په وینزویلا کې د امریکا پوځي مداخلې د ټرمپ ملاتړي په دوو برخو ویشي

په وینزویلا کې د امریکا پوځي مداخلې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو شمېر ملاتړو له خوا په تود هرکلي سره مخ شوې، خو ځینې نورې کړۍ بیا دا ګام تر پوښتنې لاندې راولي.

د نیویارک ټایمز  ورځپاڼې د راپور له مخې، په وینزویلا کې د امریکا پوځي مداخله د ټرمپ ملاتړي په دوو برخو ویشلي دي.

که څه هم په وینزویلا کې پوځي مداخله د ډیری جمهوري غوښتونکو له خوا د "بریا" په توګه ارزول شوې او لمانځل شوې، خو د "امریکا بیا ستر کړو" (MAGA) غورځنګ د ملاتړو او ځینو جمهوري غوښتونکو ترمنځ داسې کسان هم شته چې د پوځي مداخلې په وړاندې یې غبرګون ښودلی دی.

د ټرمپ پخواني سلاکار، سټیو بینن، په خپل "War Room" نومي پوډکاسټ کې، په وینزویلا کې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو له څرنګوالي ستاینه وکړه. خو بینن دا هم وویل چې د پوځي مداخلې په اړه روښانه پیغام نه دی ورکړل شوی او دې وضعیت د دوی پلویان په غوسه کړي او حیران کړي یې دي. بینن وویل چې د ټرمپ د څرګندونو ترڅنګ، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د حماس او حزب الله په نښه کولو څرګندونې "ګډوډي" رامنځته کړې.

د امریکا د ټولنیزو رسنیو مشهورې څېرې او مبصرې، کینډیس اوونز، د X په ټولنیزې رسنۍ کې په خپل حساب کې لیکلي چې د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) د "نړیوالو رواني ناروغانو" په امر "په یو بل هیواد یرغل کړی دی." اوونز دا پوځي مداخله په سوریه، افغانستان او عراق کې د امریکا له کړنو سره پرتله کړه.

د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو ترمنځ هم ځینې داسې کسان شته چې پر پوځي مداخلې یې نیوکه کړې ده. د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکې غړې، مارجري ټیلر ګرین، د ټرمپ اداره د امریکا خلکو ته په خدمت نه کولو تورنه کړه. ګرین ادعا وکړه چې اداره لویو شرکتونو، بانکونو او د نفتي شرکتونو مدیرانو ته خدمت کوي.

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي، توماس مسی هم وویل چې په وینزویلا کې د ادارې مداخله "د نشه يي توکو سره د مبارزې موخه نه لري، بلکې د نفتو ګټې او د رژیم بدلون" په نښه کوي. مسی وویل: "موږ د دې لپاره رایه نه ده ورکړې."

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده