منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
متحده عربي اماراتو په یمن کې د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو اعلان وکړ
متحده عربي اماراتو د یمن په سویل کې د کړکیچ په زیاتیدو سره په یمن کې د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو اعلان وکړ.
متحده عربي اماراتو په یمن کې د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو اعلان وکړ
متحده عربي اماراتو په یمن کې د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو اعلان وکړ / Reuters

متحده عربي اماراتو په یمن کې د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو اعلان وکړ

دغه اقدام وروسته له هغه کیږي چې د یمن ولسمشرۍ شورا د متحده عربي اماراتو ځواکونو ته له یمن څخه د وتلو لپاره ۲۴ ساعته ضرب الاجل وټاکه.

متحده عربي اماراتو د یمن په سویل کې د کړکیچ په زیاتیدو سره په یمن کې د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو اعلان وکړ.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "وروستیو پرمختګونو او د تروریزم ضد دندو خوندیتوب او اغیزمنتوب ته د احتمالي ګواښونو په پام کې نیولو سره، د دفاع وزارت په خپله خوښه په یمن کې د ترهګرۍ ضد پاتې ټیمونو د فعالیت پای ته رسولو اعلان کوي او د اړوندو شریکانو سره په همغږۍ  کې  به د خپل پرسونل خوندیتوب ډاډمن کړي."

د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا مشر رشاد العلیمي د سه شنبې په ورځ سهار وختي له متحده عربي اماراتو سره ګډ دفاعي تړون لغوه کړ او د اماراتو ځواکونو ته یې د وتلو لپاره ۲۴ ساعته ضرب الاجل وټاکه.

هغه د ۹۰ ورځو لپاره بیړنی حالت هم اعلان کړ، او په ټولو بندرونو او سرحدي پولو یې د ۷۲ ساعتونو لپاره هوایي او ځمکنی بندیز ولګاوه.

دا اقدام لږ وروسته له هغه وشو چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن په مکلا بندر کې له متحده عربي اماراتو سره تړلې دوه کښتۍ په نښه کولو لپاره "محدود" هوایي برید وکړ.

دا برید وروسته له هغه وشو چې د جنوبي انتقالي شورا  د روانې میاشتې په پیل کې له حکومتي ځواکونو سره له نښتو وروسته د حضرموت او المهره ختیځ ولایتونه ونیول.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې