نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ترامپ د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې د ۲۵مې کلیزې په یادغونډه کې ګډون کوي
په نیویارک، پینټاګون او پنسلوانیا کې په رسمي مراسمو کې به د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د وژل شوو شاوخوا ۳,۰۰۰ تنو  نه یادونه وشي او د هغوې یاد به ژوندی وساتل شي.
ترامپ د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې د ۲۵مې کلیزې په یادغونډه کې ګډون کوي
ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ به د جمعې پر ورځ په پینټاګون کې په داسې یوو لړ مراسمو کې په ګډون سره د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵مه کلیزه ولمانځي، چې د هغې حملې د قربانیانو درناوی کوي کومې چې د امریکا بهرنی سیاست او ملي امنیت له بنسټه بدل کړل.

په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې غړیو د تښتولو الوتکو سره  د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز ، پینټاګون او د پنسلوانیا شینکسویل  ته نږدې په یوې دښتې سره د الوتکو د جنګولو له امله نږدې ۳۰۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

دا بریدونه د امریکا د تش په نامه "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې" لامل او پيل شو، چې په عراق او افغانستان یرغلونه هم پکې شامل وو.

 د براون پوهنتون د (Cost of War) جګړې بیه د  پروژې د احصایې له مخې، دې شخړو د شاوخوا ۴.۵ تر ۴.۷ میلیون کسانو ژوند واخیست.

تمه کېږي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وانس (JD Vance) به په نیویارک کې له پخوانیو ولسمشرانو سره په یادغونډه کې ګډون وکړي. همداشان د ټرمپ د ادارې نور لوړپوړي چارواکي به په شینکسویل کې جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

ترامپ به د دویم پرله پسې کال لپاره په پینټاګون کې دا کلیزه ونمانځي. ولسمشر، چې اصل د نیویارک دی، په وروستي ځل په ۲۰۲۴ کال کې هلته د (Ground Zero) په لومړنیو لمانځغونډو کې ګډون کړی و.

د چهارشنبې پر ورځ، ترامپ د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره دغه کلیزه د "وطنپالې ورځې ۲۰۲۶" (Patriot Day 2026) په نوم ونوموله، چې په هغې کې یې د بریدونو پر یادولو سربېره د هېواد د دفاعي وړتیاوو د پیاوړي کولو ژمنه وکړه.

د سې شنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ ته نږدې په یوه پروګرام کې، هغه لوړه وکړه چې قربانیان به "هیڅکله هېر نه کړي" او دا بریدونه یې د تاریخ له هغو نادرو شېبو څخه وبلل چې "وخت دقیقاً پر مخکې او وروسته برخو وېشي."

د پنجشنبې پر شپه په ډالاس کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند په یوه ناسته کې، د قربانیانو کورنۍ او په درېشيو سمبال د اور وژنې عمله پر سټېج راټول شول، کله چې د "Ave Maria" په نوم روحاني موزیک غږېده. د وژل شویو کسانو نومونه پر سکرین ښکارېدل او د هغو اور وژونکو په یاد زنګ ووهل شو چې په دغه حادثه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

وپلټۍ
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي