افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان او پاکستان ترمنځه په ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وشوه
د پولې د دواړو غاړو چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تازه سرحدي نښتو کې لسګونه سرتېري او ملکي وګړي ووژل شوي دي. همداشان  اسلام اباد اعلان وکړ دواړو خواوو پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځه په ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وشوه
د افغانستان او پاکستان ترمنځه په ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وشوه / AFP

د پاکستان او افغانستان په نوو نښتو کې د لسګونو کسانو له وژل کېدو وروسته د اوربند اعلان وشو

د پولې د دواړو غاړو چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تازه سرحدي نښتو کې لسګونه سرتېري او ملکي وګړي ووژل شوي دي. همداشان  اسلام اباد اعلان وکړ دواړو خواوو پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.

دغه اوربند د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ له یوې اوونۍ تاوتریخوالي وروسته اعلان شو. دغه تاوتریخوالی په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې له هغو چاودنو وروسته زیات شو چې پړه یې پر پاکستان واچول شوه.

په کابل کې د طالبانو حکومت د غچ اخیستنې په موخه د خپل جنوبي پولې په اوږدو کې بریدونه پیل کړل، چې وروسته نښتې ډیرې شوې.

اسلام اباد پر افغانستان تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په مشرۍ وسله والو ډلو ته یې پر خپله خاوره پناه ورکړې، خو کابل دا ادعا ردوي.

د اژانس فرانس پرس  خبریالانو ویلي، په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه په کړکېچن حالت کې وو، د چهارشنبې په ماښام په کابل کې له دوو چاودنو وروسته د ښار له پاسه د تور لوګي لوخړې لیدل کېدې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې د تېلو یو ټانکر او یو جنراتور چاودلي او اور لګېدلی، خو هغه په ښکاره دا چاودنې له پاکستان سره له نښتو سره ونه نښلولې.

خو یوې پاکستانۍ امنیتي سرچینې بیا ویلي، چې اسلام اباد د افغانستان په پلازمېنه کې "دقیق بریدونه" کړي دي.

خبري رسنیو  لیدلي چې امبولانسونه په کابل کې په چټکۍ روان وو او د زیانمنو شویو ودانیو ماتې شوې ښیښې پر سړکونو پرتې وې. طالب ځواکونو د ښار ځینې سړکونه هم تړلي وو.

اوربند شاوخوا یو ساعت وروسته د اسلام اباد له خوا اعلان شو. په کابل کې طالب چارواکو پوځ ته امر وکړ چې اوربند ته درناوی وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ افغان طالبان تورن کړي وو چې په سوېل لوېدیځ او شمال لوېدیځ کې یې پر دوو لویو سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي