نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا میسیسیپي ایالت په ښوونځیو کې د غبرګو وسله وال بریدونو سره ولړزید.
سیمه ییزو چارواکو د شنبې په ورځ وویل، د امریکا په جنوبي میسیسیپي ایالت کې د یوې لېسې د کلنۍ لوبې د جشن پر مهال په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي، او پر دې سربېره په همدې ایالت کې په یوه بله جلا ډزه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د امریکا میسیسیپي ایالت په ښوونځیو کې د غبرګو وسله وال بریدونو سره ولړزید.
د امریکا میسیسیپي ایالت په ښوونځیو کې د غبرګو وسله وال بریدونو سره ولړزید. / TRT

د امریکا میسیسیپي ایالت په ښوونځیو کې د غبرګو وسله وال بریدونو سره ولړزید.
د امریکا په جنوبي میسیسیپي ایالت کې د لېسې د کلنۍ لوبې په دوو جلا مراسمو کې ۶ کسان وژل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو د شنبې په ورځ وویل، د امریکا په جنوبي میسیسیپي ایالت کې د یوې لېسې د کلنۍ لوبې د جشن پر مهال په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي، او پر دې سربېره په همدې ایالت کې په یوه بله جلا ډزه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د لېلنډ ښار ښاروال جان لي، ګارډین ته ویلي چې دا ډزې د جمعې د نیمې شپې شاوخوا د ښارګوټي پر مرکزي سړک شوې دي، چېرته چې خلک د لېسې د کلنۍ لوبې لپاره راټول شوي وو، کومه چې د لېسو او کالجونو د لوبډلو لپاره د مني یو دود دی.

لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ایالت سناتور ډېرېک سېمنز ویلي، دا ډزې له لوبې وروسته په یوه غونډه کې شوې دي، چې څلور کسان یې د نازک روغتیايي وضعیت له امله د میسیسیپي پوهنتون طبي مرکز ته د هوا له لارې لېږدول شوي دي.

کوم شکمن کس نه دی پېژندل شوی، او د میسیسیپي د تحقیقاتو اداره د پلټنو مشري کوي.

لېلنډ یو کوچنی ښار دی چې د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې شاوخوا ۳۸۰۰ اوسېدونکي لري. د لېلنډ د پولیسو د یوه کارکوونکي په وینا، چې د جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه، دا قضیه لا هم تر څېړنې لاندې ده.

د قربانیانو نومونه نه دي خپاره شوي. لي وویل: "زه غواړم د وژل شویو کسانو کورنیو او ټولو هغو کسانو ته چې تر درملنې لاندې دي، خپله خواخوږي څرګنده کړم."

"موږ باید د خپل ښار لپاره دعا وکړو."

شاوخوا ۳۲۲ کیلومتره لرې سوېل ختیځ لور ته د میسیسیپي په هایډلبرګ ښارګوټي کې، پولیس د کلنۍ لوبې د اونۍ په پای کې د هغو ډزو په اړه پلټنې کوي چې دوه کسان یې وژلي دي.

همدارنګه د لېلنډ په ۶۴ کیلومترۍ سوېل کې د رولېنګ فورک په لېسه کې د دریمې ډزې په اړه نه تایید شوي راپورونه هم شته، چې د شارکي کاونټي د شېرف ادارې د جمعې په شپه ورته غبرګون ښودلی، خو نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.