نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د سویل ختیځې اسیا هیوادونو له ټرمپ څخه په منځني ختيځ کې د تلپاتي او عادلانه حل غوښتنه وکړه
د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو یو ځل بیا  د ټرمپ د غزې له پلان څخه ملاتړ وکړ او په منځني ختیځ کې یې د 'عادلانه او پایدار' حل غوښتنه وکړه.
د سویل ختیځې اسیا هیوادونو له ټرمپ څخه په منځني ختيځ کې د تلپاتي او عادلانه حل غوښتنه وکړه
د سویل ختیځې اسیا هیوادونو له ټرمپ څخه په منځني ختيځ کې د تلپاتي او عادلانه حل غوښتنه وکړه / Reuters

د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو یو ځل بیا  د ټرمپ د غزې له پلان څخه ملاتړ وکړ او په منځني ختیځ کې یې د 'عادلانه او پایدار' حل غوښتنه وکړه.
د دغه بلاک مشر او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم وايي: "موږ باور لرو چې د امریکا د ولسمشر په مشرۍ به یوه عادلانه او پایداره سوله ترلاسه کړو."

د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو د یکشنبې په ورځ د غزې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پلان څخه ملاتړ وکړ او په منځني ختیځ کې یې د "عادلانه او پایدارې سولې" غوښتنه وکړه.

د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې د امریکا او د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې (ASEAN) په ګډه سرمشریزه کې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ټرمپ ته وویل: "موږ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ستاسو د هراړخیز پلان هرکلی کوو."

انور، چې د دغه ۱۱ کسیز بلاک له ۱۰ نورو مشرانو سره ناست و، وویل: "دې پلان نړۍ ته د هیلې یوه وړانګه ورکړې چې حتی په خورا پېچلو شخړو کې هم ډیپلوماسي او هوډ برلاسی کېدای شي."

د اسیان اوسني مشر او د مالیزیا ۷۸ کلن مشر وویل: "ښاغلی ولسمشره، موږ باور لرو چې ستاسو په مشرۍ به یوه عادلانه او پایداره سوله ترلاسه کړو."

د امریکا د یوه ۲۰ ماده ییز پلان له مخې، د حماس او اسرائیلو ترمنځ د پړاویز اوربند تړون، چې د سیمه ییزو او نړیوالو منځګړیتوبونو له لارې شوی و، د اکتوبر په ۱۰مه نافذ شو.

په لومړي پړاو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې د اسرائیلي یرغملو خوشې کول او د اسرائیلو قسمي وتل شامل دي. په دې پلان کې د غزې بیارغونه او له حماس پرته د یوه نوي حکومتي میکانیزم رامنځته کول هم په پام کې نیول شوي دي.

د مارچ په میاشت کې، اسرائیلو هغه اوربند مات کړ چې د جنورۍ په میاشت کې پرې هوکړه شوې وه.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسرائیلو د نسل وژنې په جګړه کې تر ۶۸،۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۷۰،۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې