روغتیا
2 د لوستلو دقیقې
ارجنټاین پر نړیوال روغتیايي سازمان د 'هنټا وایرس' د خپرېدو په قضیه کې د 'سیاسي چلند' تور پورې کړ
ارجنټاین په وروستیو کلونو کې د هنټا وایرس له تر ټولو سختې دورې سره مخ دی، چې دا روغتیايي بحران اوس له ډیپلوماټیکو نښتو سره هم غوټه شوی دی.
ارجنټاین پر نړیوال روغتیايي سازمان د 'هنټا وایرس' د خپرېدو په قضیه کې د 'سیاسي چلند' تور پورې کړ
ارجنټاین پر نړیوال روغتیايي سازمان د 'هنټا وایرس' د خپرېدو په قضیه کې د 'سیاسي چلند' تور پورې کړ / Reuters

په داسې حال کې چې ارجنټاین کې د تېر کال په پرتله د هنټا وایرس (hantavirus)پېښې نږدې دوه برابره شوې دي، دغه هېواد د نړیوال روغتیايي سازمان "مداخله" رد کړه او د ناروغۍ د زیاتوالي لامل یې د اقلیم بدلون وباله.

ارجنټاین په وروستیو کلونو کې د هنټا وایرس له تر ټولو سختې دورې سره مخ دی، چې دا روغتیايي بحران اوس له ډیپلوماټیکو نښتو سره هم غوټه شوی دی. په داسې حال کې چې روغتیايي چارواکي د دغه وایرس د کنټرول لپاره هڅې کوي، حکومت پر نړیوال روغتیايي سازمان تور پورې کړی چې د دې ناروغۍ له خپرېدو څخه "سیاسي ګټه" پورته کوي.

د هغه راپور له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ارجنټاین د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ په فصل کې (چې له تېر جون څخه پیل شوی) د دغه وایرس ۱۰۱ تایید شوې پېښې ثبت کړې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۵۷ و. د روغتیا وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې د پېښو کچه له ټاکلي حد څخه پورته تللې او د کمېدو نښې نه لیدل کېږي. یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې ۴۲ پېښې ثبت شوې دي.

کارپوهان وايي چې چاپېریالي عوامل، لکه وچکالي او له هغې وروسته سخت بارانونه، د دې وایرس د خپرېدو اصلي لاملونه دي. وچکالي موږکان د خوړو په لټه کې د انسانانو هستوګنځایونو ته نږدې کوي او بارانونه د بوټو د تخمونو د ډېرېدو لامل کېږي چې ورسره د موږکانو نسل په بې ساري ډول زیاتېږي.

دغه بحران وروسته له هغه په یو جیوپولیټیکي جنجال بدل شو چې د 'ایم وي هونډیوس' (MV Hondius) په نوم یوې لوکسې سیاحتي بېړۍ کې، چې د ارجنټاین له یوه بندر څخه روانه شوې وه، د وایرس پېښې ولیدل شوې.

د یادونې وړ ده چې ارجنټاین د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د امریکا په څېر په رسمي ډول له نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) څخه وتلی دی. تېره پنجشنبه د ارجنټاین د روغتیا وزارت دغه سازمان تورن کړ چې په یاده بېړۍ کې د وایرس له پېښو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې غواړي د ارجنټاین پر "خپلواکې پرېکړې" (له سازمان څخه وتلو) اغېز وکړي. سره له دې هم، چارواکي وايي چې د ناروغۍ د څارنې لړۍ روانه ده، خو لا تر اوسه په بېړۍ کې د وایرس اصلي سرچینه نه ده په ګوته شوې.

 

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي