د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا پر روسیې د پراخو بندیزونو او تعرفو د ځنډولو (معافیت) ننګه کړې او پخلی یې کړی چې دا اقدام د ۶۰ ورځو لپاره یو ځنډ دی، ترڅو د دې پرېکړې پراخې اقتصادي پایلې وارزول شي.
روبیو د دې یادونې په ترڅ کې چې دغه محدودیتونه پر څو هېوادونو اغېز کوي، وویل: "ولسمشر غواړي له دې ۶۰ ورځنۍ مودې څخه په استفادې دا وڅېړي چې د بندیزونو او ګمرکي تعرفو وضع کول به د نړیوال اقتصاد او ان د امریکا پر اقتصاد څه اغېز ولري."
روبیو د انرژۍ د نړیوالو بیو لوړوالی د نړیوالو شخړو له یو بل سره ټکر ته منسوب کړ او د ایران پر وړاندې د امریکا جګړې او پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونو ته په اشارې سره یې وویل: "په ټوله نړۍ کې دا شخړې له یو بل سره په ټکر کې دي، او دا نه یوازې د تېلو او ډیزلو پر نړیوالو بیو، بلکې پر اقتصادونو هم ناوړه اغېزې کوي."
ټرمپ د شنبې په ورځ ناوخته دا پرېکړه د امریکا په ګټه وبلله او ویې ویل: "دا یوه ډېره ښه پرېکړه ده، او دا به داسې پرېکړه وي چې د هېواد لپاره به ښه وي، او زما په اند د نړۍ لپاره به هم ښه وي."
د دواړو ګوندونو نیوکې
دغه اجرایوي فرمان چې د جمعې په ورځ لاسلیک شو، په سمدستي توګه د دواړو سیاسي ګوندونو د قانون جوړونکو غبرګون او غندنه راوپاروله.
هغه قانون چې د سپټمبر په میاشت کې د کانګرس له خوا تصویب شو، پر روسي چارواکو، شتمنو (اولیګارشانو) او مالي بنسټونو یې بندیزونه جبري کړي وو. دغه قانون همدارنګه ولسمشر ته واک ورکړی و چې د کرملین (د روسیې حکومت) د عوایدو د کمولو په موخه د روسیې د انرژۍ ستر پېرودونکي جریمه کړي.
جمهوري غوښتونکي سناتور ټام ټیلیس په اېکس (X) شبکه کې دا معافیت "په بشپړه توګه غیر مسؤلانه" وباله او زیاته یې کړه: "که ولسمشر واقعاً غواړي چې د انرژۍ بیې راټیټې کړي، نو دا کار د ایران د ستونزې په حل کولو سره کولی شي، نه دا چې له ولادیمیر پوتین سره مرسته وکړي."
یوه بل جمهوري غوښتونکي سناتور، ټېډ کروز په فاکس نیوز تلویزیون کې دا اقدام یوه "تېروتنه" وبلله.
دغه (معافیت) د ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ له هغې موافقې وروسته رامنځته کېږي چې له مخې به یې د اقتصادي اقداماتو د نرمولو په بدل کې روسیې ته د ډیزلو د صادرولو اجازه ورکول کېږي.
د تېلو لوړې بیې په داسې حال کې د امریکا پر ټرانسپورټ، کرنې او ساختماني چارو ناوړه اغېز کوي چې راتلونکې میاشت مهمې منځمهاله ټاکنې ترسره کېږي. ټولپوښتنې ښیي چې په دې ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي له سختو ننګونو سره مخ دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې دا اقدام په مستقیمه توګه مسکو ته جایزه (انعام) ورکول دي.


















