منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
نتنیاهو د غزې په اړه د امریکا د عامه افکارو د بدلولو لپاره د ټولنیزو رسنیو په کارولو اعتراف وکړ
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ اعتراف وکړ چې حکومت یې په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې د غندنو په ترڅ کې، په امریکا کې د خپلو ښي اړخو د ملاتړ لپاره ټولنیزې رسنۍ د یوې "وسلې" په توګه ګوري.
نتنیاهو د غزې په اړه  د امریکا د عامه افکارو د بدلولو لپاره د ټولنیزو رسنیو  په کارولو اعتراف وکړ
نتنیاهو د غزې په اړه د امریکا د عامه افکارو د بدلولو لپاره د ټولنیزو رسنیو په کارولو اعتراف وکړ / Reuters

نتنیاهو په غزه کې د نسل وژنې په ترڅ کې د امریکا د عامه افکارو د بدلولو لپاره د ټولنیزو رسنیو پر کارولو اعتراف وکړ

د اسرائیلو لومړی وزیر پر ټیک ټاک او اېکس (X) د نفوذ پیدا کولو هڅه کوي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ اعتراف وکړ چې حکومت یې په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې د غندنو په ترڅ کې، په امریکا کې د خپلو ښي اړخو د ملاتړ لپاره ټولنیزې رسنۍ د یوې "وسلې" په توګه ګوري.

په نیویارک کې د اسرائیلو په قونسلګرۍ کې له امریکايي اغېزناکو څېرو (influencers) سره په یوه غونډه کې، چې ویډیو یې د "ډیبرا ليا" په نوم یوې اغېزناکې څېرې پر خپل اېکس (X) اکاونټ خپره کړې، نتنیاهو ټولنیزې رسنۍ "په امریکا کې زموږ د ملاتړ د اډې د خوندي کولو لپاره تر ټولو مهمه وسله" وبلله.

هغه ټیک ټاک "تر ټولو مهمه پېرودنه چې همدا اوس روانه ده" وبلله، او ادعا یې وکړه چې د دې اپلیکېشن کنټرول "مهمې پایلې" لرلی شي.

نتنیاهو د اېکس (X) یادونه هم وکړه او ویې ویل: "موږ باید له ایلان (مسک) سره خبرې وکړو. هغه دښمن نه دی، هغه دوست دی."

هغه ادعا وکړه چې که پر ټیک ټاک او اېکس نفوذ خوندي شي، اسرائیل به "ډېر څه ترلاسه کړي."

د اسرائیلو ښکاره ملاتړ

د پنجشنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې هغه معامله تایید شوه چې د ټیک ټاک امریکایي چارې به یوه امریکايي کنسرسیوم (consortium) ته وسپارل شي، او دا چاره د یوه کورني قانون له مخې د ملي امنیت اړتیاوې پوره کوي.

ټرمپ وویل چې د پانګوالو په دې کنسرسیوم کې به د اوریکل (Oracle) ټیک شرکت، مایکل ډیل، روپرټ مرډوک او نور شامل وي.

د اوریکل بنسټ ایښودونکي لیري ایلیسن له کلونو راهیسې له اسرائیلو څخه ښکاره ملاتړ دا اندېښنې راپورته کړې چې پر ټیک ټاک د دې شرکت واک به د اسرائیلو د حکومت په ګټه وکارول شي.

د نتنیاهو دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې اسرائیل په غزه کې د خپلې نسل وژنې د جګړې له امله په زیاتیدونکې توګه یوازې شوی، چېرته چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې نږدې ۶۵،۶۰۰ فلسطینیان، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

نتنیاهو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۰مه غونډه کې یو تش تالار ته وینا وکړه، وروسته له هغه چې ډېری پلاوو په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې په اعتراض کې غونډه پرېښوده، چې اوس یې نږدې دریم کال پوره کېږي.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه