نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
قزاقستان د اروپا د دودیزو وسلو په تړون کې خپل ګډون وځنډاوه
قزاقستان د  اروپا د دودیزو وسلو په  تړون کې خپل ګډون وځنډاوه ځکه چې سیمه يیز تاوتریخوالی زیاتیږي او ډیر هیوادونه د اروپا د وسلو کنټرول سیسټم ته په خپلو ژمنو بیا غور کوي.
قزاقستان د اروپا د دودیزو وسلو په تړون کې خپل ګډون وځنډاوه
قزاقستان د اروپا د دودیزو وسلو په تړون کې خپل ګډون وځنډاوه / Reuters

قزاقستان د اروپا د دودیزو وسلو په تړون کې خپل ګډون وځنډاوه

قزاقستان د  اروپا د دودیزو وسلو په  تړون کې خپل ګډون وځنډاوه ځکه چې سیمه يیز تاوتریخوالی زیاتیږي او ډیر هیوادونه د اروپا د وسلو کنټرول سیسټم ته په خپلو ژمنو بیا غور کوي.

قزاقستان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اروپا په دودیزو وسله ‌والو ځواکونو تړون (CFE Treaty) کې یې ګډون وځنډاوه.

اړونده فرمان د ولسمشر قاسم جومرت توکایف لخوا لاسلیک شوی او د ولسمشرۍ په ویب ‌پاڼه کې خپور شوی دی.

د  اروپا د دودیزو وسلو  تړون په ۱۹۹۰ کال نوامبر کې په پاریس کې د ناټو د ۱۶ غړو هیوادونو او د وارسا تړون د ۶ غړو هیوادونو استازو لخوا لاسلیک شوی و.

دغه تړون په اروپایي سیمه کې د جنګي ټانکونو، زغره ‌والو جګړه ‌ییزو وسایطو، د ۱۰۰ میلی ‌مترو یا لوړې کچې توپچي سیستمونو، جنګي الوتکو، او بریدګرو چورلکو پر شمېر محدودیتونه وضع کړي، چې د اتلانتیک له سمندر څخه تر اورال پورې غځیدلي دي.

په پای کې ۲۸ هیوادونو دغه تړون لاسلیک کړ.

د تړون تازه نسخه د ۱۹۹۹ کال په استانبول کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) په سرمشریزه کې وړاندې شوه.

یوازې روسیې، بیلاروس، قزاقستان او اوکراین دا تعدیل شوې نسخه تصویب کړه.

روسیې په ۲۰۰۷ کال کې د اروپا دودیزو وسلو په  تړون کې خپل ګډون وځنډاوه او په ۲۰۲۳ کال کې یې له تړون څخه ووت، د دې اندیښنو په حواله چې د ناټو پراختیا د تړون له ټاکل شویو حدونو څخه زیاته شوې وه او د تړون شرایطو کې یې بدلونونه وړاندیز کړل، مګر هیڅ موافقه ونه شوه.

د روسیې د تړون پر ضد د نیوکو په ځواب کې، د ناټو هیوادونو پرېکړه وکړه چې د مسکو ګډون په تړون کې تر ناڅرګندې مودې وځنډوي.

وروسته، ورته د ځنډولو پرېکړې د بیلاروس، اوکراین، تورکیې، هنګري، مولدووا او نورو هیوادونو لخوا هم اعلان شوې.

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.