تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
د تورکیې د احصایې ادارې  د ۲۰۲۵ کال لپاره "د نړیوال مهاجرت احصایې" خپرې کړې. د دې ارقامو له مخې، تورکیې ته په راغلیو کسانو کې ۵۶.۶ سلنه نارینه او ۴۳.۴ سلنه ښځې شاملې دي. له بهر څخه د راغلیو کسانو له جملې څخه ۹۱،۹۵۲ تنه د تورکیې اتباع او ۳۰۱،۸۷۷ تنه ی
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی

په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی او ۳۹۳،۸۲۹ کسانو ته رسیدلی دی.

د تورکیې د احصایې ادارې  د ۲۰۲۵ کال لپاره "د نړیوال مهاجرت احصایې" خپرې کړې. د دې ارقامو له مخې، تورکیې ته په راغلیو کسانو کې ۵۶.۶ سلنه نارینه او ۴۳.۴ سلنه ښځې شاملې دي. له بهر څخه د راغلیو کسانو له جملې څخه ۹۱،۹۵۲ تنه د تورکیې اتباع او ۳۰۱،۸۷۷ تنه یې بهرني اتباع دي.

له بلې خوا، له تورکیې څخه بهر ته د تلونکو (مهاجرت کوونکو) کسانو شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۵ سلنه کم شوی او ۴۰۳،۲۱۶ کسان ثبت شوي دي. په دې ډله کې ۵۵.۳ سلنه نارینه او ۴۴.۷ سلنه ښځې دي. له تورکیې څخه په تلونکو کسانو کې ۱۵۵،۱۱۹ تنه تورکیې اتباع او ۲۴۸،۰۹۷ تنه یې بهرني اتباع وو.

د عمرونو له مخې ویش:
کله چې په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته راغلي کسان د عمر له مخې وڅېړل شي، تر ټولو زیات شمېر (۱۶.۳ سلنه) د ۲۰-۲۴ کلونو په ګروپ کې دي. له دې وروسته ۲۵-۲۹ کلن او بیا ۳۰-۳۴ کلن ځوانان راځي.
همداراز، له تورکیې څخه په وتلو کسانو کې هم تر ټولو لویه برخه (۱۴.۳ سلنه) د ۲۵-۲۹ کلونو ځوانان دي.

استانبول؛ تر ټولو زیات کډوال منونکی ولایت:
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلیو کسانو ۴۲.۲ سلنه استانبول ته تللي دي. له استانبول وروسته انتالیا (۹.۱٪)، انقره (۶.۷٪)، ازمیر (۳.۱٪) او بورسا (۲.۹٪) هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیات کډوال پکې میشت شوي دي.
همدارنګه، استانبول د ۳۵.۴ سلنې په درلودلو سره هغه ولایت دی چې تر ټولو زیات کسان ترې بهر ته کډوال شوي دي.

تر ټولو زیات کډوال له ترکمنستان څخه راغلي:
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته په راغلیو بهرنیو اتباعو کې لومړی مقام د ترکمنستان وګړو (۲۳.۴٪) درلود. له هغه وروسته اذربایجان (۸.۳٪)، ازبکستان (۶.۹٪)، مصر (۶.۱٪) او افغانستان (۵.۸٪) هغه هیوادونه دي چې وګړي یې تورکیې ته راغلي دي.

په مقابل کې، له تورکیې څخه په وتلو بهرنیو اتباعو کې لومړی ځای د عراق وګړو (۱۵.۷٪) درلود او له هغه وروسته افغانستان (۱۱.۲٪)، روسیه (۷.۶٪)، ایران (۶.۳٪) او ترکمنستان (۵.۷٪) ځای لري.

 

وپلټۍ
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
فیدان  د تورکیې-مصر-پاکستان-سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه"ویټو امتیاز باید لغوه شي"
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .