د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې

د امریکايي پلاوي مشر د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، په پاکستان کې له ۲۱ ساعته اوږدو خبرو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ کومه هوکړه نده شوې.

By
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې / Reuters

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي، چې له ایران سره خبرې اترې کومې هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي او زیاته کړې یې ده چې واشنګټن په اسلام اباد کې له اوږدو مذاکراتو وروسته خپل "وروستی او غوره وړاندیز" وړاندې کړی دی.

د پاکستان په پلازمېنه  اسلام آباد کې له شاوخوا ۲۱ ساعته خبرو اترو وروسته وینس وویل، چې متحده ایالات لا هم ایران ته د دې وړاندیز په اړه د غور لپاره وخت ورکوي.

هغه وویل: "موږ له دې ځایه له یوه ډېر ساده وړاندیز سره ځو، د پوهېدو یو داسې میتود چې زموږ وروستی او غوره وړاندیز دی. موږ به وګورو چې ایا ایرانیان یې مني او که نه."

وینس وویل، ایراني پلاوي د واشنګټن شرایط نه دي منلي او زیاته یې کړه چې خبرو اترو تر اوسه کومه د قناعت وړ پایله نه ده ورکړې.

هغه له اټومي وسلو څخه د لاس اخیستو په اړه د ایران ژمنې ته په اشارې وویل: "موږ تر اوسه دا نه دي لیدلي. موږ هیله لرو چې ویې ګورو."

هغه وویل، اصلي شخړه د ایران اټومي پروګرام دی او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات د اوږد مهاله تضمین په لټه کې دي.

وینس وویل: "ساده حقیقت دا دی چې موږ باید یوه مثبته ژمنه وینو چې دوی به اټومي وسلې ونه غواړي او داسې وسایل به ونه لټوي چې دوی ژر تر ژره اټومي وسلې ته ورسوي."

ایران 'له حده زیاتې' غوښتنې ردوي

ایران ویلي، چې دا خبرې به یوازې هغه وخت بریالۍ شي چې واشنګټن له خپلو "له حده زیاتو" او "غیر قانوني" غوښتنو لاس واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، پرمختګ د متحده ایالاتو په "جدیت او ښه نیت" او د ایران د "قانوني حقونو او ګټو" په رسمیت پېژندلو پورې اړه لري.

هغه وویل: "د دې دیپلوماتیک بهیر بریا د مقابل لوري په جدیت او ښه نیت، له حده د زیاتو او غیرقانوني غوښتنو څخه په ډډه کولو او د ایران د مشروع حقونو او ګټو په منلو پورې اړه لري."

بقايي زیاته کړه، چې خبرې اترې له کوم ځنډ پرته روانې دي او د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه او د متنونو مسودې تبادله شوي دي.

هغه وویل، په خبرو کې د هرمز تنګي، د ایران اټومي پروګرام، د جګړې تاوان، د بندیزونو لرې کول او "د ایران او سیمې پر وړاندې د جګړې بشپړ پای ته رسول" شامل دي.

بقايي دا هم وویل، چې ایران د امریکا "بد نیتي" او د ماتو شویو ژمنو ریکارډ نه دی هېر کړی.