تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان: پر ایران غیر قانوني بریدونو په سیمه کې امنیتي خطرونه زیات کړي
ولسمشر اردوغان له پاکستاني او قطري مشرانو سره په لیدنو کې وویل، تورکیه به د اوربند ساتلو او د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ولسمشر اردوغان: پر ایران غیر قانوني بریدونو په سیمه کې امنیتي خطرونه زیات کړي
ولسمشر اردوغان: پر ایران غیر قانوني بریدونو په سیمه کې امنیتي خطرونه زیات کړي / Reuters

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې پر ایران غیر قانوني بریدونو په سیمه کې امنیتي خطرونه زیات کړي دي.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست په وینا، ولسمشر اردوغان د جمعې په ورځ د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په لیدنه کې وویل، چې تورکیه به د اوربند ساتلو او د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او لا به یې ګړندۍ کړي.

هغه دا هم وویل، چې په سیمه کې روانې جګړې د یوه نوي او پر ټینګو بنسټونو ولاړ سیمه ییز امنیتي جوړښت اړتیا په ډاګه کړې ده، او زیاته یې کړه چې تورکیه به د سیمې له هېوادونو سره پر دې مسله هر اړخیزو خبرو ته دوام ورکړي.

دغو دریو مشرانو په ټوله سیمه کې د تلپاتې او پایدارې سولې د ټینګښت لپاره د ممکنه ګډو ګامونو په اړه هم خبرې وکړې.

اردوغان او شریف پر دوه اړخیزو اړیکو او د ایران په تړاو د اوربند پر روانو خبرو اترو بحث وکړ او د ډیپلوماټیکو همغږیو پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

اردوغان وویل، تورکیه به له پاکستان سره د انرژۍ، سوداګرۍ او دفاع په ګډون په کلیدي برخو کې همکارۍ پراخولو ته دوام ورکړي.

هغه د اوربند په ټینګښت کې د پاکستان رول وستایه او ویې ویل چې دواړه لوري به د یوې پراخې سولې هوکړې ته د دې اوربند د غځولو لپاره کار وکړي.

اردوغان ټینګار وکړ چې د غزې اوربند باید پیاوړی شي، او د یوه نوي سیمه ییز امنیتي جوړښت غوښتنه یې وکړه. هغه خبرداری ورکړ چې بې ثباتي باید د فلسطین لپاره د دوو دولتونو د حل لارې هڅې له خنډ سره مخ نه کړي.

له سوریې مشر سره خبرې اترې

د تورکیې ولسمشر د فورم په څنډه کې له خپل سوریایي سیال احمد الشرع سره هم وکتل، چې دا د سیمه ییزو بدلونونو په لړ کې یوه د پام وړ لیدنه وه.

اردوغان د سوریې ستاینه وکړه او ویې ویل چې دمشق د خپل یووالي او پیوستون د پیاوړتیا او همدارنګه د بیارغونې او پراختیا لپاره پرېکنده ګامونه اخلي.

هغه ټینګار وکړ چې ترکیه به په دې ټوله پروسه کې د سوریې ترڅنګ ولاړه وي.

اردوغان ټینګار وکړ چې سوریه باید په سیمه کې له جګړو لرې پاتې شي، او زیاته یې کړه چې د سوریې د بیا رغېدو په هڅو کې به د انقرې او دمشق ترمنځ په ټولو برخو، په ځانګړې توګه په دفاع، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ کې د همکاریو پراختیا مهمه وي.

اردوغان غوښتنه وکړه چې د سوریې په شمال ختیځ کې د ادغام پروسه باید په اسانۍ او له ځنډ پرته پای ته ورسېږي، او زیاته یې کړه چې دا ډول پایله به د ټولې سیمې په ګټه وي.

په دې غونډه کې د تورکیې لوړ پوړو چارواکو، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د استخباراتو مشر ابراهیم قالن هم ګډون کړی وو.

 

وپلټۍ
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې