د هند په راجستان کې د یوه بس اور اخیستو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هندي رسنیو د خبر له مخې پدې پيښه کې ۱۹ تنه مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي

د هند په راجستان کې د یوه بس اور اخیستو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. / Reuters

د هند په راجستان کې د یوه بس اور اخیستو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هند "این ډي ټي وي" (NDTV) ټلوېزیون د پولیسو له قوله ویلي، چې د سه‌شنبې په ورځ د هند په لوېدیځ راجستان ایالت کې یوه شخصي بس اور اخیستی او لږ تر لږه ۱۹ کسان په کې مړه شوي دي.

این ډي ټي وي راپور ورکړی، چې بس له جیسلمیر څخه جودپور ته روان و او ۵۷ مسافر په کې سپاره وو، کله چې د موټر له شا څخه دود پورته شو. ډرېور بس د سړک غاړې ته ودراوه، خو په څو شېبو کې د اور لمبو ټول موټر ونیو.

راپور زیاتوي، پولیس په دې باور دي چې اور د برېښنا د شارټۍ له امله لګېدلی دی.

په راپور کې ویل شوي چې پنځلسو مسافرو، چې دوه یې ماشومان دي، د سوځېدنې سخت ټپونه اخیستي او ځینې یې تر ۷۰ سلنې پورې سوځېدلي دي.

د ایالت اعلی وزیر بھجن لال شرما ویلي، "اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې چې د ټپیانو د مناسبې درملنې ډاډ ورکړي او له اغېزمنو شویو کسانو سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي."

رویټرز اژانس په خپلواکه توګه د دې راپور جزئیات نه دي تایید کړي. د راجستان پولیسو د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په اېکس (X) کې په یوه پوسټ کې ویلي: "د راجستان په جیسلمیر کې د دې پېښې له امله د ځاني زیانونو له کبله خواشینی یم. هغه ددې پیښې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.