منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
په یمن کې له ایرانه د ملاتړ برخمنو حوثیانو اعلان کړی چې د سعودي عربستان په سویل کې یې د "شاه خالد" هوایي اډه د لسګونو بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پر مټ په نښه کړې ده.
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
حوثیان

په یاده اډه کې د جنګي الوتکو هوایي تمځایونه (هنګارونه)، رادارونه، ځغاستلیکې ، د وسلو ډیپوګانې او نور پوځي تاسیسات په نښه شوې دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې د سعودي عربستان لخوا په تېرو ۵ ورځو کې د یمن پر بېلابېلو ولایتونو د جنګي الوتکو د ۳۰۰ څخه زیاتو هوایي بریدونو ځواب یې په «تخصصي او پراخو» عملیاتو ورکړی دی.

سریع څرګنده کړه چې د سعودي عربستان په سویل، خمیس مشیط سیمه کې د شاه خالد په هوایي اډه کې د جنګي الوتکو هنګارونه، رادارونه، د نشست او پرواز کرښې، د مهماتو ډیپوګانې او نور پوځي او زېرمبنایي واحدونه د لسګونو بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو لخوا وېشتل شوي؛ نوموړي ادعا وکړه چې بریدونه «دقیق» وو او په هوایي اډه کې یې «لوی مالي او پوځي زیانونه» اړولي دي.

له حوثیانو لخوا پر سعودي عربستان د بریدونو د دوام ګواښ

سریع وویل ترڅو چې پر یمن بریدونه پای ته ونه رسېږي، د سعودي عربستان په د ننیو سیمو کې به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې د «بندیز پر وړاندې بندیز، او د تاوتریخوالي ځواب په تاوتریخوالي» لیدلوری به پلي کوي.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع عمومي ریاست د شپې په مهال د دغه هېواد په سویل کې د خمیس مشیط، ابها ، جازان او نجران  ښارونو کې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې بیړني او خبرداری ورکوونکي پیغامونه خپاره کړي وو.

 

وپلټۍ
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.