نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
مارک روبیو له شهباز شریف سره د پاکستان د حیاتي منرالونو پر پراختیا خبرې وکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د خبرو پر مهال د پاکستان د حیاتي منرالونو او انرژۍ سکتورونو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
مارک روبیو له شهباز شریف سره د پاکستان د حیاتي منرالونو پر پراختیا خبرې وکړې
مارک روبیو له شهباز شریف سره د پاکستان د حیاتي منرالونو پر پراختیا خبرې وکړې / User Upload


د امریکا او پاکستان ترمنځ لوړ پوړې خبرې په واشنګټن ډي سي کې د سولې بورډ د پرانیستغونډې په څنډه کې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د خبرو پر مهال د پاکستان د حیاتي منرالونو او انرژۍ سکتورونو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

دا لیدنه د پنجشنبې په ورځ د سولې بورډ (Board of Peace) د پرانیستغونډې په څنډه کې وشوه، چې پاکستان پکې د یوه بنسټ ایښودونکي غړي په توګه ګډون کړی و.

د امریکا د  بهرنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال ویاند ټامي پیګوټ د یوې اعلامیې له مخې، روبیو د غزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ۲۰ ماده يیز پلان څخه د دوامداره ملاتړ او د بورډ په لومړۍ غونډه کې د ګډون له امله له پاکستان څخه مننه وکړه.

په هېواد کې بریدونه

هغه همدارنګه د امریکا په پلازمېنه کې د حیاتي منرالونو په اړه په وروستۍ وزیرانو کچه غونډه کې د پاکستان د ګډون هرکلی وکړ.

پیګوټ وویل، «چارواکو د حیاتي منرالونو او انرژۍ سکتور پر پراختیا او همدارنګه د امریکايي شرکتونو لپاره د سوداګریزو پانګونو پر فرصتونو خبرې وکړې.»

دغه خبرې د پاکستان د طبیعي زیرمو په پراختیا کې پر همکارۍ او د امریکا د خصوصي سکتور د ښکېلتیا لپاره د فرصتونو پر پراخولو متمرکزې وې.

په جلا توګه، روبیو د بلوچستان په سوېل لوېدیځ ولایت کې د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د غیر قانوني ډلې 'بلوچستان لیبریشن آرمي' لخوا د «ناوړه» بریدونو او همدارنګه په اسلام اباد کې په یوه جومات کې د فبرورۍ د ۶مې نېټې د ځانمرګي برید له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.

هغه د ترهګرۍ ضد هڅو کې د امریکا او پاکستان د همکارۍ پر اهمیت یو ځل بیا ټینګار وکړ او د امنیتي ننګونو په هوارولو کې یې د دواړو هېوادونو پر ملګرتیا هم ټینګار وکړ.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله