منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
سعودي عربستان له امریکا غوښتي چې د پراخې شخړې د زیاتېدو د اندېښنو له امله د هرمز تنګي بندیز لرې کړي.
د وال سټریټ ژورنال د سه شنبې په ورځ د راپور له مخې، سعودي عربستان پر متحده ایالاتو فشار راوړي چې د هرمز تنګي بندول پای ته ورسوي او له ایران سره خبرو اترو ته راستون شي.
سعودي عربستان له امریکا غوښتي چې د پراخې شخړې د زیاتېدو د اندېښنو له امله د هرمز تنګي بندیز لرې کړي.
سعودي عربستان له امریکا غوښتي چې د پراخې شخړې د زیاتېدو د اندېښنو له امله د هرمز تنګي بندیز لرې کړي. / AA

د وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې ریاض له ایران سره د ډیپلوماسۍ د نوي کولو ټینګار کوي، او خبرداری ورکوي چې دا کړکیچ کولی شي د تیلو د لیږد نور خنډونه رامنځته کړي او د نړۍ د انرژۍ بهیرونه له ګواښ سره مخ کړي.

د وال سټریټ ژورنال د سه شنبې په ورځ د راپور له مخې، سعودي عربستان پر متحده ایالاتو فشار راوړي چې د هرمز تنګي بندول پای ته ورسوي او له ایران سره خبرو اترو ته راستون شي.

د ډونالډ ټرمپ لخوا اعلان شوی بندیز د دوشنبې په ورځ په ۲ بجو وروسته له هغه نافذ شو کله چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اونۍ په پای کې په اسلام آباد کې خبرې اترې ناکامې شوې. دا مذاکرات د هغو پراخو هڅو برخه وه چې هدف یې د ایران په تړاو د شخړې پای ته رسول وو، هغه شخړه چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې یې په سیمه کې زرګونه کسان وژلي دي.

ریاض ورځ تر بلې زیاته اندېښمنه لري چې دا اقدام ښايي د ایران غبرګون د هرمز له تنګي هاخوا هم راوپاروي، په ځانګړي ډول د باب‌المندب تنګي پر نښه کول چې د سره سمندر یو مهم دهلېز دی او د سعودي د تیلو د صادراتو لپاره حیاتي ارزښت لري.

راپور زیاتوي: «د خلیج هېوادونه نه غواړي چې جګړه داسې پای ته ورسېږي چې ایران د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې ولري، ځکه دا د هغوی اقتصادي ژوند لیکه ده»، او دا یې د هغو سیمه ‌ییزو اقتصادونو لپاره د لوړو خطرونو نښه بللې چې په لویه کچه د انرژۍ په لیږد پورې تړلي دي.

سره له دې چې واشنګټن او تهران دواړو سختې عامه څرګندونې کړې دي، راپور وايي چې دواړه خواوې د منځګړو له لارې بوختې دي او که شرایط اجازه ورکړي نو د خبرو اترو بیا پیلولو ته چمتو دي.

سعودي عربستان او نور د خلیج هېوادونه اوس هڅه کوي چې ډیپلوماسي بېرته راژوندۍ کړي، په دې هیله چې د نړۍ د تیلو د لېږد په مهمو لارو کې د نورو خنډونو مخه ونیسي او د سیمې د لا پراخ کړکېچ مخه ونیول شي.

وپلټۍ
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود