نړۍ
2 د لوستلو موده (...) دقیقې
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
تورکیې ویلي دي چې یوه بل ټانکر په تور سمندرګي کې ګرجستان ته د تګ پر مهال د برید راپور ورکړی دی. په کښتۍ کې سپاره کسان ژوبل شوي نه دي.
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی. / AP
2 دسمبر 2025

د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.

دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې دوه نور ټانکرونه د تورکیې له سواحلو بهر د چاودنو له امله زیانمن شوي وو.

تورکیې ویلي دي چې یوه بل ټانکر په تور سمندرګي کې ګرجستان ته د تګ پر مهال د برید راپور ورکړی دی. په کښتۍ کې سپاره کسان ژوبل شوي نه دي.

دا پېښه د سې شنبې په ورځ رامنځته شوه، یوازې څو ورځې وروسته له هغې چې دوه نور ټانکرونه د تورکیې له سواحلو بهر د چاودنو له امله په نښه شول.

یوې اوکرایني امنیتي سرچینې د هغو بریدونو پړه منلې او ویلي یې دي چې بې پیلوټه الوتکو هغه کښتۍ په نښه کړي چې "په پټه یې د روسیې تېل لېږدول".

د سې شنبې په سهار وروستۍ پېښه د "میډولګا ۲" په نوم کښتۍ باندې وشوه، چې "راپور یې ورکړی چې زموږ له سواحلو څخه ۸۰ سمندري میله لرې پرې برید شوی دی"، د تورکیې د سمندري چارو ادارې پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي. دغې ادارې ویلي چې ټانکر "له روسیې څخه ګرجستان ته د تیلو بار سره روان و" او ۱۳ تنه عمله یې لرله.

"کښتۍ، چې اوسمهال یې د ۱۳ کسیزې عملې په منځ کې کومه ستونزه نشته، د مرستې غوښتنه نه ده کړې."

د سمندري ټرانسپورت خوندیتوب

د روسیې تر بیرغ لاندې دا کښتۍ د تورکیې د سینوپ بندر پر لور روانه وه، چې د تورکیې د تور سمندرګي د سواحلو په مرکزي برخه کې موقعیت لري، کوم چې د سمندر په جنوبي څنډه کې شاوخوا ۱۶۰۰ کیلومتره غځیدلی دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه "یوه د اندېښنې وړ کړکېچ" بللی و.

هغه د جمعې په ورځ د لومړنیو بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه وویل: "موږ په هیڅ صورت دا بریدونه نشو منلی، چې زموږ په ځانګړې اقتصادي سیمه کې د کښتیرانۍ خوندیتوب، چاپیریال او ژوند ته ګواښ پېښوي."

"د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه په ښکاره توګه داسې یو پړاو ته رسېدلې چې په تور سمندرګي کې د کښتیرانۍ خوندیتوب ته ګواښ پېښوي.

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر  هاکان فیدان به د دوحې په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړي
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
په هندوستان کې د خوندیتوب د نویو مقرراتو له امله یو زیات شمیر الوتنې وځنډولې .
د جنوبي کوریا لی د چین او جاپان د کړکیچونو د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول وړاندې کړ
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
آلمان لومړنی هېواد شو چې د روسیې ګواښ ته په اشارې یې د اسرائیل "ارو ۳" توغندیز دفاعي سیسټم فعال کړ
په غزه کې فلسطینیانو د نازک اوربند په منځ کې د لسګونو جوړو لپاره ډله يیز واده وکړ.
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو