نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ایران ولسمشر له حکومته وغوښتل چې د لاریون کوونکو 'مشروع غوښتنې' واوري
د ایران دولتي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران ولسمشر له خپل حکومته وغوښتل چې د لاریون کوونکو «قانوني غوښتنو» ته غوږ ونیسي. وروسته له هغې چې په تهران کې د اقتصادي ستونزو له امله د دوکاندارانو لاریونونه څو ورځې روان وو.
د ایران ولسمشر له حکومته وغوښتل چې د لاریون کوونکو 'مشروع غوښتنې' واوري
د ایران ولسمشر له حکومته وغوښتل چې د لاریون کوونکو 'مشروع غوښتنې' واوري / Reuters

د ایران ولسمشر له حکومته وغوښتل چې د لاریون کوونکو 'مشروع غوښتنې' واوري

ولسمشر مسعود پېزشکیان وايي چې هغه د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې د لاریون کوونکو سره د خبرو اترو له لارې د دوی مشروع غوښتنو ته رسیدګي وکړي.

د ایران دولتي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران ولسمشر له خپل حکومته وغوښتل چې د لاریون کوونکو «قانوني غوښتنو» ته غوږ ونیسي. وروسته له هغې چې په تهران کې د اقتصادي ستونزو له امله د دوکاندارانو لاریونونه څو ورځې روان وو.

په پلازمېنه کې دوکاندارانو د دوشنبې په ورځ پرله‌پسې د دویمې ورځې لپاره خپل دوکانونه وتړل، وروسته له هغې چې د ایران له ستونزو ډکه ملي اسعار په غیررسمي بازار کې نوې ټیټې کچې ته ولوېده.

د بیو د څار وېب‌ پاڼو له مخې، د امریکا ډالر د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۱.۴۲ میلیونه ریاله تبادله کېده — په داسې حال کې چې یو کال وړاندې ۸۲۰ زره ریاله و — او یورو نږدې ۱.۷ میلیونه ریالو ته رسېدلی وه.

د دولتي (IRNA) خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر مسعود پزشکیان وویل: «ما د کورنیو چارو له وزیره غوښتي چې د لاریون کوونکو له استازو سره د خبرو اترو له لارې د هغوی قانوني غوښتنو ته غوږ ونیسي، څو حکومت وکولای شي د ستونزو د حل لپاره له خپل ټول توان څخه کار واخلي او په مسؤلانه ډول عمل وکړي.»

د کارګر پلوه خبري اژانس (ILNA) د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې لاریون کوونکي «د حکومت له‌خوا د سمدستي مداخلې غوښتنه کوي، څو د تبادلې د نرخ بدلونونه کنټرول کړي او یوه روښانه اقتصادي تګلاره وړاندې کړي».

د (AFP) خبریالانو یادونه کړې چې د بیو بدلونونه د ځینو وارداتي توکو خرڅلاو فلج کوي، ځکه هم پلورونکي او هم پېرېدونکي تر هغو راکړې ورکړې ځنډوي، تر څو وضعیت روښانه شي.

 ILNA د لاریون کوونکو له قوله ویلي: «په دغو شرایطو کې سوداګري کول نور ناممکن شوي دي.»

د محافظه‌ کاره پلوه فارس خبري اژانس داسې انځورونه خپاره کړل چې پکې د تهران په مرکزي برخه کې د یوه مهم سړک د نیولو پر مهال د لاریون کوونکو ګڼه ګوڼه ښودل کېږي، هغه سیمه چې د ډېرو دوکانونو له امله پېژندل کېږي.

یو بل انځور داسې ښکاري چې د لاریون کوونکو د تیتولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوی دی.

فارس وویل: «د ځینو لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د لږو فزیکي نښتو راپورونه ورکړل شوي دي»، او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول غونډې کولی شي بې ‌ثباتۍ رامینځته کړي.

زیانمن شوی اقتصاد

د عدلیې وزارت د میزان اژانس له لارې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران قاضي القضات غلام حسین محسني اجیه ای "د اسعارو د بدلونونو مسؤلینو ته د چټکې سزا ورکولو" غوښتنه وکړه.

حکومت همدارنګه د مرکزي بانک د رئیس د بدلولو اعلان کړی دی.

د ولسمشرۍ د اړیکو مسوول مهدي طباطبایي پر اېکس ولیکل: «د ولسمشر د پرېکړې له مخې، عبدالناصر همتي به د مرکزي بانک د رئیس په توګه وګومارل شي.»

همتي د اقتصاد او مالیې پخوانی وزیر دی، چې د ریال د سخت ارزښت کمېدو له امله د مارچ په میاشت کې د پارلمان له خوا له دندې ګوښه شوی و.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي