نوې سوریه
3 د لوستلو دقیقې
په سوریه کې په بریالي توګه د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل
د سوریې د ټاکنو کمیسیون د هېواد په شمال ختیځو او شمالي ولایتونو کې د "خلکو مجلس" (پارلمان) د غړو د ټاکلو لپاره د ځینو انتخاباتي حوزو پایلې اعلان کړې.
په سوریه کې په بریالي توګه د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل
په سوریه کې په بریالي توګه د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل

په حسکه کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۹۲ سلنه، په عین العرب کې ۹۵ سلنه او په قامشلي کې ۷۵ سلنې ته ورسېده.

د سوریې د ټاکنو کمیسیون د هېواد په شمال ختیځو او شمالي ولایتونو کې د "خلکو مجلس" (پارلمان) د غړو د ټاکلو لپاره د ځینو انتخاباتي حوزو پایلې اعلان کړې.

د پارلماني ټاکنو د عالي کمېټې ویاند، نوار نجمه د یکشنبې په ورځ د سانا خبري اژانس ته وویل چې د حلب په "عین العرب" سیمه کې فرهاد انور شاهین او شواخ ابراهیم العساف بریالي شوي دي.

په حسکه کې ابراهیم مصطفی العلي، عمر عیسی هایس او فصله خضر یوسف څوکۍ ګټلې دي؛ په داسې حال کې چې په قامشلي کې کیم حسین ابراهیم، رضوان عثمان عیسو، عبدالحلیم خضر العلي او محمود مادي العلي پارلمان ته لاره موندلې ده.

سانا خبري اژانس وویل چې د حسکې په "المالکیه" سیمه کې ټاکل شوې څوکۍ له سیالۍ پرته ډکې شوې، ځکه هلته یوازې دوه کاندیدانو نوم لیکنه کړې وه.

نوار نجمه وویل چې په حسکه کې د رای ورکوونکو ګډون ۹۲ سلنه، په عین العرب کې ۹۵ سلنه او په قامشلي کې ۷۵ سلنه و. نوموړي د یکشنبې په ورځ ترسره شوې ټاکنې یو بریالیتوب وباله او ویې ویل: "د حسکې خلکو په بریالیتوب سره خپل غږ د سوریې خلکو او نړۍ ته ورساوه او په دې بهیر کې یې خپله وړتیا ثابته کړه."

هغه زیاته کړه چې د دغو ټاکنو بریالیتوب د "نوي سوریې" په ځانګړتیاو کې یو مهم بدلون دی او دا د اوسېدونکو د هغې غوښتنې رښتونې ازموینه وه چې غواړي د یوې متحدې او قوي ملي فضا فعاله برخه وي.

تر دې وړاندې چارواکو ویلي وو چې په عین العرب کې ۱۲ کاندیدانو د ۲ څوکیو لپاره، په حسکه کې ۱۳ کاندیدانو د ۳ څوکیو لپاره او په قامشلي کې ۷ کاندیدانو د ۴ څوکیو لپاره سیالي کوله.

لومړنۍ ټاکنې

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، سوریه کې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته لومړنۍ پارلماني ټاکنې وشوې. د ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې د سوریې د ټاکنو کمیسیون په سویدا، رقه او حسکه ولایتونو کې د "امنیتي ننګونو" له امله ټاکنې وځنډولې. د روان کال په مارچ میاشت کې په رقه کې هم ټاکنې ترسره شوې چې هلته د خلکو ګډون تر ۹۰ سلنې زیات و.

د سوریې پارلمان (د خلکو مجلس) ۲۱۰ غړي لري چې د کار دوره یې ۳۰ میاشتې ده او د ۴ کلنې انتقالي دورې په ترڅ کې دا موده د تمدید وړ ده. دا مجلس د قوانینو د وړاندیز او تصویب، د موجوده قوانینو د تعدیل، د نړیوالو تړونونو د تایید، د دولتي بودیجې د تصویب او د عمومي بښنې د ورکولو مسؤلیت پر غاړه لري.

 

وپلټۍ
ایران وايي چې د قشم ټاپو باندې د امریکا بریدونو حیاتي زیربناوو ته کوم زیان نه دی رسولی.
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی