تورکیې او امریکا د اټومي انرژۍ په برخه کې د ملګرتیا د ژورولو هوکړه لاسلیک کړه.

د تورکیې د انرژۍ وزیر بیرقدار وویل چې دوی د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ستراتیژیکې ملکي اټومي همکارۍ د تفاهم یادښت لاسلیک کړ.

تورکیې او امریکا د اټومي انرژۍ په برخه کې د ملګرتیا د ژورولو هوکړه لاسلیک کړه. / AA

تورکیې او امریکا د اټومي انرژۍ په برخه کې د ملګرتیا د ژورولو هوکړه لاسلیک کړه.

د تورکیې د انرژۍ وزیر بیرقدار وویل چې دوی د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ستراتیژیکې ملکي اټومي همکارۍ د تفاهم یادښت لاسلیک کړ.

تورکیې او امریکا د پنجشنبې په ورځ د اټومي انرژۍ په برخه کې د خپلې ملګرتیا د ژورولو لپاره د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ.

د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپ ارسلان بیرقدار د تورکیې په 'اېن‌سوشیال' ټولنیزه شبکه کې وویل، چې سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر د یوې برخې په توګه، دواړو هېوادونو یوه داسې پروسه پیل کړې چې د اټومي انرژۍ په برخه کې به د دوی ژورې ریښې لرونکې او څو اړخیزه ملګرتیا نوره هم ژوره کړي.

وزیر وویل: "موږ د مشرانو په حضور کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ستراتیژیکې ملکي اټومي همکارۍ د تفاهم یادښت لاسلیک کړ."

هغه زیاته کړه: "هیله لرم هغه کارونه چې د دې هوکړې په چوکاټ کې ترسره کېږي، په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو لپاره دوه اړخیزې ګټې ولري."