نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په بیجینګ کې له خونړۍ پېښې وروسته، په چین کې د سپکو الوتکو پر الوتنو محدودیتونه ولګول شول
تېره جمعه د بیجینګ تر ټولو لوړې ودانۍ (سکای سکریپر) سره د یوې کوچنۍ الوتکې د ټکر له امله پیلوټ ووژل شو او ۱۳ نور کسان ټپیان شول.
په بیجینګ کې له خونړۍ پېښې وروسته، په چین کې د سپکو الوتکو پر الوتنو محدودیتونه ولګول شول
په بیجینګ کې له خونړۍ پېښې وروسته، په چین کې د سپکو الوتکو پر الوتنو محدودیتونه ولګول شول

د بریتانیا میشته فاننشیل ټایمز (Financial Times) ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې چین د تېرې اونۍ له پېښې وروسته، د خصوصي هوايي چلند پر چلوونکو د سپکو ثابتو وزرونو لرونکو (light fixed-wing) الوتکو د الوتنې محدودیتونه لګولي دي.

تېره جمعه کله چې یوې الوتکې د بیجینګ تر ټولو لوړې ودانۍ CITIC ټاور سره، چې په "چاینا زون" هم مشهوره ده، ټکر وکړ، پیلوټ ووژل شو او ۱۳ نور کسان ټپیان شول.

راپور د کوچنیو څرخي  الوتکو د درېیو چلوونکو او د ګلایډر  د یوې کمپنۍ په حواله ویلي چې د دغې پېښې له امله د هغوی الوتنې ځنډول شوې دي. په راپور کې زیاته شوې چې په ټول هېواد کې د تفریحي الوتنو د کنټرول په موخه، د سکای ډایوینګ (skydiving) او پاراګلایډینګ (paragliding) خدمتونه هم درول شوي دي.

د فایننشیل ټایمز په خبره، د دې محدودیتونو د پای ته رسېدو لپاره تر اوسه کومه نېټه نه ده اعلان شوې.

په دغه پېښه کې ښکېله الوتکه په کور دننه تولید شوې "سنوارډ اورورا"  وه، چې د دوو کسانو ځای لرونکې سپکه سپورتي الوتکه ده.

له سیمې څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له ۵۲۸ متره جګې ودانۍ څخه د ټکر له امله د ودانۍ او الوتکې ټوټې راغورځېږي، او د الوتکې د لکۍ برخه پر ځمکه لیدل کېږي. د پیکینګ ځايي چارواکو ویلي چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د الوتنو د تعقیب ویبپاڼې (Flightradar24) د مالوماتو له مخې، له دغې پېښې وروسته د شنبې په ورځ په چین کې د سوداګریزو او کارګو الوتنو پرته نور ټول هوايي فعالیتونه په خورا چټکۍ سره کم شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په پیل کې، په پیکینګ کې چارواکو نوي قوانین وضع کړي وو چې د پلازمینې په ډېری برخو کې یې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پر الوتنو بندیز لګولی و.

وپلټۍ
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.