د کاناډا د تورنتو ښار په کتابتون کې په یوې حجاب لرونکې مسلمانې میرمنې پرته د کوم سببه برید وشو.

د کاناډا د تورنتو په یو عامه کتابتون کې په یوې مسلمانې میرمنې برید وشو

/ Reuters

 یو مشکوک کس د کاناډا د ټورنټو ښار ته نږدې په یوه عامه کتابتون کې په یوې مسلماني ښځې د برید کولو په تور ونیول شو. د پولیسو د وینا له مخې، بریدګر هڅه کړې وه چې د مسلمانې میرمنې  حجاب ته اور واچوي.

د ډرهم سیمه ییزو پولیسو په یوه بیان کې وویل: "یوې مسلمانې  ښځې په کتابتون کې پر مطالعې بوخته وه  چې یوه نااشنا ښځه ورته ورنږدې شوه. بریدګرې ښځې پر سر د یو ډول مایع موادو د شیندولو نه وروسته د هغې د سوځولو هڅه وکړه.  ."

پولیسو وویل: "بریدګرې هڅه وکړه چې د مسلمانې میرمنې حجاب لرې کړي او پرې یې یو نااشنا مایع توی کړ. وروسته هغې د اورلګیت په مرسته هڅه وکړه چې حجاب ته اور واچوي."

قرباني د مرستې لپاره چیغې کړې، او د کتابتون امنیتي کارکوونکو مداخله وکړه. د پولیسو په وینا، بریدګره له سیمې وتښتېده، خو څو ساعته وروسته ونیول شوه.

د کاناډایي مسلمانانو ملي شورا  په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دوی د دې پېښې په اړه "په ژوره توګه خواشیني" دي.

د کاناډایي مسلمانانو ملي شورا  اجرائیه رئیس سټیفن براون وویل: "دا د حیرانتیا خبره ده چې زموږ په ټولنه کې دا ډول تاوتریخوالی عادي شوی دی. په وروستیو کلونو کې د اسلاموفوبیا پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي."

هغه زیاته کړه: "دا وخت دی چې زموږ ټاکل شوي مشران په ګډه د دې ستونزې د حل لپاره ګامونه پورته کړي."

د اجاکس ښاروال شاون کولیر او د کتابتون بورډ مشره پییالي کوریا په ښاروالۍ ویب پاڼه کې په یوه ګډه اعلامیه کې وویل:

"د دې ناوړه عمل قرباني او ټولو هغو کسانو ته چې د دې برید له امله زیانمن شوي، خپه شوي یا ناهیلي شوي دي — په ځانګړې توګه دا  پېښه د روژې په مبارکه میاشت کې رامنځته کیدل، چې د سولې او روحاني اړیکو میاشت ده مونږ ټول ډیر خواشیني کړي یو— موږ ستاسو ملاتړ کوو او د هر ډول کرکې او زغم نشتوالي پر وړاندې درېږو."

براون وویل چې د کاناډایي مسلمانانو ملي شورا   له پولیسو غوښتي چې دا پېښه د کرکې جرم په توګه وڅېړي.