سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د FBI او CIA پخواني مشران په جعلکارۍ او فساد تورن کړل او وویل چې دوی باید بدل پرې کړي
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د FBI لخوا د کومي او برېنن پر وړاندې د پلټنو د پیلیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، "د دوې په اړه یوازې په هغه څه پوهیږم چې نن مې ولوستل."
ټرمپ د FBI او CIA  پخواني مشران په جعلکارۍ او فساد تورن کړل او وویل چې دوی باید بدل پرې کړي
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د FBI پخوانی مشر جېمز کومي او د CIA پخوانی مشر جان برېنن، چې دواړه د جنایي پلټنو لاندې دي، په جعلکارۍ او فساد تورن کړل او وویل چې دواړه باید ددې بدل پرې کړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د FBI لخوا د کومي او برېنن پر وړاندې د پلټنو د پیلیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، "د دوې په اړه یوازې په هغه څه پوهیږم چې نن مې ولوستل."

ټرمپ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: "خو زه به تاسو ته ووایم چې زه فکر کوم دوی ډېر بې ایمانه خلک دي. زه فکر کوم چې دوی ډېر فاسد دي او ښایي د دې لپاره بیه پرې کړي."

فاکس نیوز د کومي او برېنن پر وړاندې د پلټنو راپور ورکړی، چې وایي دا د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو پر مهال د روسیې د لاسوهنې د ادعاوو او کانګرس ته د دروغو څرګندونو په اړه د "احتمالي ناسم کړنو" په تړاو دی.

د فاکس نیوز د عدلیې وزارت سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د CIA مشر جان رېټکلیف، چې د ټرمپ لخوا ټاکل شوی، د برېنن د "ناسمو کړنو شواهد" د FBI مشر کاش پټېل ته، چې هغه هم د ټرمپ ټاکل شوی و، د احتمالي محاکمې لپاره سپارلي دي.

کومي او برېنن د FBI او CIA د مشرانو په توګه د پخواني ډیموکراټ ولسمشر بارک اوباما لخوا ټاکل شوي وو، او له ټرمپ سره یې د هغه د لومړۍ دورې له پیل راهیسې لانجمنې اړیکې درلودې.

ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې کومي له دندې ګوښه کړ، په داسې حال کې چې هغه د دې پلټنه کوله چې آیا د ټرمپ د کمپاین کوم غړي له مسکو سره د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو د پایلو د بدلولو لپاره همکاري کړې وه او که نه.

ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د برېنن امنیتي جواز لغوه کړ، او هغه یې په دې تورن کړ چې د هغه د ادارې په اړه یې "بې بنسټه او بې ځایه تورونه" لګولي دي.

د برېنن غبرګون

وروسته له دې چې ټرمپ څرګندونې وکړې، برېنن وویل چې هغه د ځان او کومي پر وړاندې د پلټنو په اړه هېڅ معلومات نلري، خو دا یې د سیاسي انګېزو پر بنسټ یو اقدام وباله.

برېنن په MSNBC سره په یوه مرکه کې وویل: "زه د دې پلټنو  یا عدلیې وزارت ته د دې د سپارلو په اړه هیڅ معلومات نلرم، ما دا خبر په رسنیو کې د خپرو شوو خبرونو له لارې واورید. هغه وویل چې د پلټنو په جربان کې څوک پر چا د تور لګولو حق نلري."

برېنن وویل چې د عدلیې وزارت، FBI یا CIA هېڅ یوه چارواکي له هغه سره اړیکه نه ده نیولې.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې دا په خواشینۍ سره د استخباراتي ټولنې او د ملي امنیت د بهیر د دوامداره سیاسي کولو یو ډېر غمجن او تراژیدي مثال دی." برېنن وویل چې دا پلټنه "په ښکاره ډول یوازې سیاسي انګېزه لري."

 

وپلټۍ
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي