زیلېنسکي به له ټرمپ سره له کتنې وروسته له اروپايي مشرانو سره مشوره وکړي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وویل چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له کتنې وروسته به له اروپايي مشرانو سره خبرې وکړي.
زیلېنسکي به له ټرمپ سره له کتنې وروسته له اروپايي مشرانو سره مشوره وکړي
د اوکراین ولسمشر، فلوریډا ته د ټرمپ سره د کتنې پر لاره په کاناډا کې د خپل لنډمهاله تمځای پرمهال، لومړی د کاناډا له لومړي وزیر سره خبرې وکړې.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وویل چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له کتنې وروسته به له اروپايي مشرانو سره خبرې وکړي.
زیلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې په ډیپلوماټیک ډګر کې یې د لومړیتوبونو د همغږي کولو لپاره د اوکراین له یو شمېر شریکانو سره خبرې کړي دي.
هغه د ټیلیګرام پیغام رسونې اپلیکیشن کې په یوه پوسټ کې وویل: «سبا، له ولسمشر ټرمپ سره له کتنې وروسته به موږ بحث ته دوام ورکړو.»
زیلېنسکي له ټرمپ سره له کتنې څو ساعته مخکې، وروسته له هغې چې روسیې پر پلازمېنه په خپل وروستي برید کې کییف په ډرونونو او توغندیو وویشت، له خپلو متحدینو سره مشوره وکړه او د هغوی د ملاتړ تازه ډاډ یې ترلاسه کړ.
د اوکراین ولسمشر، فلوریډا ته د ټرمپ سره د کتنې پر لاره په کاناډا کې د خپل لنډمهاله تمځای پرمهال، لومړی د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني سره خبرې وکړې.
بیا، په یوه کنفرانس کال کې، هغه د اروپايي ټولنې، ناټو او اروپايي مشرانو ته معلومات ورکړل، چې د المان د لومړي وزیر فریدریش میرز په وینا، هغوی ورته د "بشپړ ملاتړ" ډاډ ورکړ.
د اروپايي ټولنې مشرې اورزولا فون ډیر لاین په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې وویل چې دوی "د یوې عادلانه او تلپاتې سولې هرکلی کوي چې د اوکراین حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي."
روسیې پر اوکراین او د هغه پر اروپايي ملاتړو تور لګولی چې د جګړې د درولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب د یوې پخوانۍ طرحې د "شنډولو" هڅه کوي.
د جګړې په ډګر کې د فشارونو د زیاتوالي ترڅنګ، روسیې اعلان وکړ چې د ختیځ اوکراین دوه نور ښارګوټي، میرنوګراد او ګولیایپول، یې نیولي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: «که په کییف کې چارواکي نه غواړي دا موضوع په سوله ییزه توګه حل کړي، موږ به خپلې ټولې ستونزې له پوځي لارې حل کړو.»