نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وايي چې اروپایان اوس هغه د خپل مشر په توګه ګوري
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په غونډه کې د خپلې ادارې د بهرنۍ پالیسۍ لاسته راوړنې روښانه کړې او قانون جوړونکو ته یې وویل چې متحده ایالات نړیوال درناوی بیرته ترلاسه کوي او د څو نړیوالو بحرانونو په کمولو کې یې مرسته کړې ده.
ټرمپ وايي چې اروپایان اوس هغه د خپل مشر په توګه ګوري
ډونالډ ټرمپ / Reuters

ټرمپ وايي چې اروپایان اوس هغه د خپل مشر په توګه ګوري

ټرمپ ادعا کوي چې اروپايي هېوادونه د امریکا لارښوونه غواړي او هغه د خپل سیاست مرکزي څېره ګڼي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په غونډه کې د خپلې ادارې د بهرنۍ پالیسۍ لاسته راوړنې روښانه کړې او قانون جوړونکو ته یې وویل چې متحده ایالات نړیوال درناوی بیرته ترلاسه کوي او د څو نړیوالو بحرانونو په کمولو کې یې مرسته کړې ده.

ټرمپ د کانګرس کلنۍ غونډې ته په وینا کې، چې یوه دوه ګوندي دودیزه غونډه ده او د استازو جرګې او سنا غړي سره راټولوي، وویل چې اروپايي مشران په زیاتېدو سره له واشنګټن څخه لارښوونه غواړي.

هغه وویل: "اروپایي هیوادونه راپور ورکوي چې ستاسو ولسمشر ممکن د اروپایي هیوادونو مشر هم وي."

“هغوی زموږ خبرې اوري، او موږ ته احترام کوي، لکه هېڅکله مخکې یې چې نه و کړی.”

ټرمپ د دې ادعا هم وکړه چې امریکا “اته جګړې حل کړې دي.”

هغه وویل، کېدای شي د تایلینډ او کمبودیا ترمنځ د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د دیپلوماتیک مداخلې اړتیا پیدا شي، او یادونه یې وکړه چې هغه به “يو څو ټيلیفوني اړیکې ونيسي” ترڅو “دا موضوع بېرته سم لوري ته راوګرځوي.”

ولسمشر وویل چې د هغه حکومت غواړي په ټوله نړۍ کې قوي اړیکې وساتي، خو اشاره یې وکړه چې ځینو هېوادونو د امریکا څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.

هغه وویل: “موږ غواړو له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو.” “موږ د ډېرو کلونو لپاره د ډېرو هېوادونو لخوا لوټل شوي یو.”

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ