د ټرمپ ادارې د زرګونو کډوالو نومونه د ټولنیز امنیت په ډیټابیس کې د مړو په لست کې شامل کړي دي

د ټرمپ ادارې د څه باندې ۶۰۰۰ تنو کډوالو سره ټولنیزې مرستې پرې کړې.

Social Security Numbers (SSNs) are a key identifier for people in the United States, used to report earnings, establish eligibility for welfare benefits and other purposes. / AP

د ټرمپ ادارې څه باندې  ۶,۰۰۰ کډوالو نومونه د ټولنیز امنیت په ډیټابیس کې د مړو په لست کې د شاملولو سره  پر هغوې ټولې ټولنیزې مرستې پرې کړې.

د واشنګټن پوسټ د سپینې ماڼۍ په حواله  راپور ورکړی چې  د ټرمپ ادارې دا کار ځکه کړی دی چې  تر څو پدې  غیر قانوني کډوالو فشار راوړل شي چې له هېواد څخه ووځي. دا پالیسي د ټرمپ د دویمې دورې د نورو کډوالۍ ضد اقداماتو سره سمون لري، چې پکې د ۲۰۰ څخه زیاتو مشکوکو جرمي ډلو  غړو د السلوادور یوه بدنامه زندان ته لیږل هم شامل دي.

د ټولنیز امنیت شمیرې (SSNs) په امریکا کې د خلکو لپاره یو مهم پیژندونکی دی، چې د عایداتو راپور ورکولو، د مرستو لپاره د وړتیا ټاکلو او نورو موخو لپاره کارول کیږي.

په زرګونو غیر قانوني کډوال، سره له دې چې په امریکا کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، د ټولنیز امنیت شمیرې لري. ډیری یې د بایډن د ادارې په وخت کې راغلي، چې د غیر قانوني سرحدي تیریو د کمولو لپاره یې ځینې کسانو ته د لنډ وخت لپاره د داخلېدو اجازه ورکړې وه.

د سیسټم نه  د وسلې په توګه کار اخیستل

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې کله د ټولنیز امنیت په سیسټم کې د خلکو نومونه د مړو په توګه ثبت شي، نو هغوی به د ډیرو کار ګمارونکو، کور مالکانو، بانکونو او فدرالي ادارو لخوا رد شي - چې په اصل کې په دې هېواد کې د ژوند کولو او عاید ترلاسه کولو وړتیا ختموي.

رسنیو راپور ورکړی چې د "مړو ډیټابیس" د کارولو اقدام د ایلون ماسک د حکومت د موثریت وزارت (DOGE) کارکوونکو لخوا پیل شوی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د ۶,۳۰۰ کسانو لومړنۍ ډله د "محکومو مجرمینو او مشکوکو ترهګرو" څخه جوړه وه. خو دواړو ورځپاڼو راپور ورکړی چې دا اقدام ښایي په نږدې راتلونکي کې د نورو غیر قانوني کډوالو لپاره هم پلي شي.

د ټولنیز امنیت سیسټم د غیر قانوني کډوالو پر وړاندې د وسلې په توګه کارول د هغو ګامونو دوام دی چې د سه شنبې په ورځ اعلان شوي وو، چې د مالیې د داخلي خدماتو (IRS) څخه د مالیه ورکونکو معلومات د کډوالۍ ادارو سره شریکوي.

میلیونونه غیر قانوني کډوال له اوږدې مودې راهیسې مالیه ورکوي ترڅو د خپلو کډوالۍ قضیو ملاتړ وکړي او د امریکا د لویو فدرالي پروګرامونو لکه ټولنیز امنیت مالي روغتیا ته وده ورکړي.