تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د چهارشنبې پر ورځ تورکیې ته د یوه کاناډايي مشر لومړی رسمي دوه اړخیز سفر کوي.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.

کارني به په انقره کې د تورکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي  ترڅو پر سیاسي، ډیپلوماټیکو او دفاعي همکاریو خبرې وکړي، او وروسته به استانبول ته سفر وکړي ترڅو د هوانوردۍ، پرمختللو ټیکنالوژیو او مهمو معدني سرچینو په برخو کې له تورکي سوداګریزو غړو سره ووینې.

دا سفر چې له چهارشنبې تر جمعې پورې دوام کوي، د جولای په میاشت کې په انقره کې د ناټو له سرمشریزې وروسته ترلاسه شوي ډیپلوماټیک تحرک تعقیبوي، چېرې چې تورکیې او کاناډا د آزادې سوداګرۍ پر تړون خبرې پیل کړې.

د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات  او د کاناډا د نړیوالې سوداګرۍ وزیر منیندر سېدو  د جون په میاشت کې د همکارۍ د ساحو په توګه د انرژۍ پر برخې او اټومي انرژۍ پر نوښتونو خبرې کړې وې.

د آزادې سوداګرۍ د تړون له بریا وروسته، دواړه هېوادونه د ۷ تر ۸ میلیارد ډالرو لنډمهاله دوه اړخیزه سوداګریزه کچه او ۱۰ میلیارد ډالرو اوږدمهاله هدف په نښه کوي.

تېر کال د تورکیې او کاناډا ترمنځ ټولټال سوداګریز حجم له ۲.۷ میلیارد ډالرو زیات و، چې په هغې کې کاناډا ته د تورکیې ۱.۵ میلیارد ډالره صادرات او تورکیې ته د کاناډا ۱.۱ میلیارد ډالره صادرات شامل وو.

د بخار لوی دیګونه، ماشین الات، میخانیکي وسایل او اوزار په ۲۰۲۵ کال کې کاناډا ته د تورکیې تر ټولو لوی صادرات وو، چې ۱۵۸.۷ ملیون ډالره کېدل، ورپسې وسپنه او فولاد پر ۱۰۴.۴ ملیون ډالرو او د وسپنې او فولادو محصولات پر کابو ۹۷.۱ ملیون ډالرو وو.

د ۲۰۲۶ کال له جنوري تر اګست پورې، کاناډا ته د تورکیې د بخار د سترو دیګونو، ماشین الاتو، میخانیکي وسایلو او اوزارو صادرات ۹۶ میلیون ډالرو ته ورسېدل، ورپسې المونیم او د المونیم محصولات پر ۷۳.۸ میلیون ډالرو او تازه مېوې او مغزیات پر ۴۹.۵ ملیون ډالرو وو.

د پانګونې په برخه کې، دواړو هېوادونو یوه ناانډوله رابطه ساتلې ده؛ د کاناډا د احصایې ادارې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په تورکیې کې د کاناډا مستقیمې پانګونې ټولټال ۲.۳ میلیارد ډالر (۳.۳ میلیارد کاناډايي ډالر) وې، په داسې حال کې چې په هماغه موده کې په کاناډا کې د تورکیې پانګونه یوازې ۱۶۵.۸ ملیون ډالره (۲۳۳ میلیون کاناډايي ډالر) وه.

په ورته وخت کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ مخ په ودې دوه اړخیزې اړیکې د ګرځندوی په برخه کې هم انعکاس موندلی، ځکه چې په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د کاناډايي لیدونکو شمېر د تېر کال په پرتله ۶.۱٪ زیات شوی او ۳۲۱,۲۷۱ تنو ته رسېدلی و.

د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې، تورکیې ته د کاناډايي سیلانیانو ورتګ د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۹٪ زیات شوی او ۲۰۹,۱۷۶ تنو ته رسېدلی دی.

 

وپلټۍ
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوکراین او روسیه باید د جګړې پر پای باندې غور وکړي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
په بلجیم کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۱۹۵ ته ورسېد
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستاني پوځ او افغان ځواکونو ترمنخه یو ځل بیا د نښتو نه خبر ورکړ شوی دی
مارکو روبیو وايي، د ټرمپ لخوا پر روسیې د بندیزونو ځنډول به د ۶۰ ورځو بیاکتنې ته لاره هواره کړي
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي