تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان: اسرائیل له اوربندونو سره سره له غزې تر لبنانه اشغال او عام وژنو ته دوام ورکوي
ولسمشر اردوغان د لوی اختر په مناسبت په خپور کړي پیغام کې، د الله تبارک و تعالی  شکر ادا کړ چې تورکيې ته یې یو ځل بیا په روغتیا او ارامۍ کې اختر ته د رسېدو توفیق ورکړ،
ولسمشر اردوغان: اسرائیل له اوربندونو سره سره له غزې تر لبنانه اشغال او عام وژنو ته دوام ورکوي
ولسمشر رجب طیب اردوغان

د تورکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د اسرائیل د پارونو له امله د رامنځته شوې جګړې منفي اغېزې په انرژۍ، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، اقتصاد، کرنې او امنیتي سکتورونو کې احساسېږي.
د تورکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ وویل، په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ د سولې د فضا په لټه کې ده، اسرائیل په غزه، اشغال شوې لوېدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او لبنان کې خپلو "اشغال، ویجاړیو، عام وژنو او غیرقانوني مېشت ځایونو جوړولو" ته دوام ورکوي او د شته اوربندونو سپکاوی کوي.

ولسمشر اردوغان د لوی اختر په مناسبت په خپور کړي پیغام کې، د الله تبارک و تعالی  شکر ادا کړ چې تورکيې ته یې یو ځل بیا په روغتیا او ارامۍ کې اختر ته د رسېدو توفیق ورکړ، خو پر دې یې هم خپګان وښود چې د "اسرائیل د لمسونو له امله" د ایران د جګړې منفي اغېزې په انرژۍ، کرنه، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، اقتصاد او امنیت په ګډون په بېلابېلو نړیوالو سکتورونو کې احساسېږي.

په دغه پیغام کې چې د ولسمشرۍ په ویب پاڼه او په ایکس (پخواني ټویټر) کې د ویډیو په بڼه خپور شوی، وویل: "په داسې دوره کې چې زموږ سیمه له کړکېچونو سره لاس او ګرېوان ده، تورکیه د خپل اقتصاد، تکړه پرسونل او پیاوړې کورنۍ جبهې سره د ثبات د یوې ټاپو په څېر ولاړه ده."

هغه دا هم وویل چې تورکیه اوس د هغو پالیسیو ګټې ترلاسه کوي چې په تېرو ۲۳ کلونو کې د عدالت او پراختیا  ګوند لخوا "له نیوکو او خنډونو سره سره" پلې شوې دي، په ځانګړې توګه په دفاعي صنعت کې.

هغه زیاته کړه: "د دفاعي او هوايي فضا صادرات له ۲۴۸ میلیون ډالرو څخه تر ۱۰ میلیارد ډالرو پورې لوړ شوي، چې تورکیه په نړۍ کې د بریا یوه نادره کیسه لیکي."

اردوغان وویل کله چې په سیمه کې بې ثباتي کمه شي، تورکیه به د "نوي عصر د ځلېدونکو ستورو څخه یو" په توګه راڅرګنده شي. هغه د سیمې د سولې لپاره د تورکيې دوامداره هڅو او د منځګړیتوب وړاندیزونو ته په اشارې سره وویل: "موږ د دې لپاره هر هغه څه کوو چې لازم وي."

ولسمشر اردوغان د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په ځانګړې توګه د تورکیې میړانه ملت ته د لوی اختر د رارسیدو له امله مبارکي وویله.

 

وپلټۍ
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل
د اسرائیلو اپوزیسیون د امریکا او ایران د هوکړې په اړه نتنیاهو "کمزوری او منزوي" وباله
انګلستان د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو لاسرسی منع کړ
د پاکستان لومړي وزیر له امریکا سره د ایران په هوکړه کې  د ولسمشر اردوغان د قوي ملاتړ مننه وکړه
پاکستان کې د پولیس په ډزو کې یوه استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او د هغه پلار او ورور ټپیان شول
اسرائیلي اشغالګرو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې موټرونه وسوځول او په يو جومات یې برید وکړ
په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
اروپايي ټولنه د اوکراین د غړیتوب غوښتنه مخته وړي، خو په مخکې یې ستونزمنه لاره ده
د امریکا په میسوري ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.