منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو په عراق کې د ایران پر ضد د عملیاتو د ملاتړ لپاره دوه پټې پوځي اډې جوړې کړې دي
عراقي او سیمه ییزو چارواکو افشا کړې چې اسرائیلو له یو کال څخه د ډېرې مودې راهیسې په عراق کې دننه له دغو پټو اډو څخه په وقفه یي ډول ګټه اخیستې ده.
اسرائیلو په عراق کې د ایران پر ضد د عملیاتو د ملاتړ لپاره دوه پټې پوځي اډې جوړې کړې دي
اسرائیلو په عراق کې د ایران پر ضد د عملیاتو د ملاتړ لپاره دوه پټې پوځي اډې جوړې کړې دي / AFP


اسرائیلو په عراق کې د ایران پر ضد د عملیاتو د ملاتړ لپاره دوه پټې پوځي اډې جوړې کړې دي

د نیویارک ټایمز د یوه راپور له مخې، اسرائیلو د ایران پر وړاندې د خپلو عملیاتو د ملاتړ په موخه د عراق په لوېدیځه دښته کې دوه پټې پوځي اډې جوړې کړې دي. یادې ورځپاڼې د عراقي او سیمه ییزو چارواکو په حواله ویلي چې دا پټې اسانتیاوې له یو کال څخه د ډېرې مودې راهیسې د اسراییلو له خوا کارول کېږي.

چارواکو ویلي چې له دې ځایونو څخه د هوايي ملاتړ، تېل اچولو او طبي خدماتو لپاره کار اخیستل کېده او وروسته یې د ۲۰۲۵ کال په جون کې د ایران پر وړاندې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال هم مهم رول درلود.

د دغو اډو له جملې څخه یوه یې هغه مهال افشا شوه چې یوه عراقي شپون «عوض الشمري» د مارچ په میاشت کې د «النخیب» سیمې ته نږدې غیرعادي پوځي فعالیتونه ولیدل. هغه سیمه ییزو چارواکو ته خبر ورکړ چې هلته یې چورلکې، خیمې او د الوتکو د ناستې یو لنډمهاله میدان لیدلی دی.

په راپور کې ویل شوي چې الشمري وروسته مړ وموندل شو او هغه عراقي ځواکونه چې د سیمې د پلټنې لپاره لېږل شوي وو هم تر برید لاندې راغلل، چې په پایله کې یې یو سرتېری ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. د دې میاشتې په پیل کې، وال سټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و چې اسرائیلو په سیمه کې یوه پټه پوځي اډه جوړه کړې ده.

بلخوا، د اناتولیا خبري اژانس سره په خبرو کې، یوه لوړپوړي عراقي امنیتي چارواکي په لوېدیځه دښته کې د اسرائیلو د پوځي فعالیتونو ادعاوې «دروغ» وبللې او رد یې کړې. خو یاد چارواکي ومنله چې عراقي ځواکونو د مارچ په میاشت کې د النخیب دښتې په سیمه کې له یو لړ «مبهمو» هوايي عملیاتو سره مقابله کړې وه او په وینا یې هغه مهال دغې پېښې ته رسېدنه شوې وه.

 

وپلټۍ
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
تورکيه او پاکستان د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثيانو د بريدونو په ځواب کې د مکې تړون فعاله کړ.
د ورځې مهم خبرونه
د یمن حکومت له حوثیانو څخه د پلازمینې صنعاء د بېرته نیولو لپاره د «یمن سهار» بریدونه پیل کړل
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.