نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په اتریش کې په یو ښوونځي د برید له امله ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګنشمیر نور ټپیان شوي.
په اتریش کې د ګراتز په ښار کې په یو ښوونځي کې  په برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
په اتریش کې په یو ښوونځي د برید له امله ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګنشمیر نور ټپیان شوي.
/ AFP

په اتریش کې په یو ښوونځي د برید له امله ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګنشمیر نور ټپیان شوي.

په اتریش کې د ګراتز په ښار کې په یو ښوونځي کې  په برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

د اتریش دولتي رسنۍ ORF د سه شنبې په ورځ وویل چې په دې پېښه کې څو کسان، چې زده کوونکي او ښوونکي پکې شامل دي، په جدي توګه ټپیان شوي دي. ویل شوي چې مشکوک بریدګر، چې ګومان کېږي یو زده کوونکی و، ځان وژلی دی.

پولیسو ویلي چې په یوه کوڅه کې چې  یو ثانوي ښوونځیهم  موجود دی، عملیات روان دي، خو د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه یې کړې ده.

د ګراتز ښار پولیسو د سه شنبې په ورځ د یوې تیلیفوني راپور د ترلاسه کولو نه وروسته ښوونځي ته ګڼشمیر ځواکونه واستول ویلي یې دي چې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د پولیسو ویاند صبري یورګون وویل چې ځانګړي ځواکونه د سهار په لسو بجو د ښوونځي لپاره استول شوي وو، او چارواکي هڅه کوي چې د پېښې په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.

ګراتز، چې د اتریش دویم لوی ښار دی، د هېواد په جنوب ختیځ کې موقعیت لري او شاوخوا ۳۰۰,۰۰۰ تنه نفوس  لري.

د برید انګیزه او علت معلوم ندی. برید کوونکي د برید نه وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه