د جاپان په لویدیځ کې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې، د سونامي خبرداری نه دی ورکړل شوی
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، د جاپان په لویدیځ کې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې یوې زورورې زلزلې ولړزاوه، که څه هم د سونامي خبرداری نه دی ورکړل شوی.
د جاپان په لویدیځ کې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې، د سونامي خبرداری نه دی ورکړل شوی
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، دغه زلزله د شیمانې پریفیکچر په ختیځه برخه کې د شاوخوا ۱۰ کیلومترو په ژوروالي شوې ده.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، د جاپان په لویدیځ کې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې یوې زورورې زلزلې ولړزاوه، که څه هم د سونامي خبرداری نه دی ورکړل شوی.
دغه زلزله د سه شنبې په ورځ د ځايي وخت په ۱۰:۱۸ د شیمانې پریفیکچر په ختیځه برخه کې د شاوخوا ۱۰ کیلومترو (۶.۲ میله) په ژوروالي وشوه.
تر اوسه د کومې مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د کیوډو خبري اژانس په وینا، وروسته ټکانونه چې شدت یې کم وو هم راپور شوي دي.
د چوګوکو بریښنا شرکت آپریټر وویل، د لومړنۍ زلزلې وروسته په ماتسو کې د شیمانې اټومي بریښنا فابریکه کې کوم غیر معمولي حالت نه دی لیدل شوی.
چارواکو همداراز د بریښنا د بندیدو له امله د جاپان په لویدیځ کې د تیز رفتار اورګاډي خدمات ودرول، په داسې حال کې چې د سانیو شینکانسین لاین عملیات د اوکایاما او هیروشیما سټیشنونو ترمنځ وځنډول شول.