نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ 'روحاني سلاکاره' له عیسی مسیح سره د ټرمپ د پرتله له امله له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي روحاني سلاکاره وروسته له هغه په ټولنیزو رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه، چې د چهارشنبې په ورځ یې د ټرمپ او عیسی مسیح ترمنځ یوه متنازعه پرتلنه وکړه.
د ټرمپ 'روحاني سلاکاره' له عیسی مسیح سره د ټرمپ د پرتله له امله له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده
د ټرمپ 'روحاني سلاکاره' له عیسی مسیح سره د ټرمپ د پرتله له امله له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده / AFP


وروسته له هغه چې پاولا وایټ-کین د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مبارزه او رهبري له عیسی مسیح سره ورته وبلله، په ټولنیزو رسنیو کې د هغې پر وړاندې نیوکې مخ په زیاتیدو دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي روحاني سلاکاره وروسته له هغه په ټولنیزو رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه، چې د چهارشنبې په ورځ یې د ټرمپ او عیسی مسیح ترمنځ یوه متنازعه پرتلنه وکړه.

پاولا وایټ-کین وویل: "عیسی مسیح د خپل مرګ، ښخیدو او بیا راژوندي کیدو له لارې ډیر درسونه راکړل. هغه موږ ته وښودله چې لویه رهبري او لوی بدلون لویې قربانۍ ته اړتیا لري."

هغې زیاته کړه: "او ښاغلی ولسمشره، هیڅ چا ستاسو په څیر بیه نه ده پرې کړې. دې کار نږدې ستاسو ژوند اخیستی و. تاسو سره خیانت وشو، ونیول شوئ او په درواغو تورن شوئ. دا یو اشنا (نمونه) ده چې زموږ رب او ژغورونکي موږ ته ښودلې وه."

هغې د خپلو خبرو په دوام وویل: "خو کیسه د هغه لپاره هلته پای ته ونه رسیده، او ستاسو لپاره هم هلته پای ته ونه رسیده. خدای تل یو پلان درلود. په دریمه ورځ هغه راپورته شو، شر ته یې ماتې ورکړه، پر مرګ، دوزخ او قبر یې بریا ترلاسه کړه. او له دې امله چې هغه راپورته شو، موږ ټول پوهیږو چې موږ هم راپورته کیدلی شو. او ښاغلیه، د هغه د بیا راژوندي کیدو له امله، تاسو هم راپورته شوئ."

وایټ-کین ټرمپ ته وویل: "او زه باور لرم چې څښتن راته وویل چې تاسو ته دا ووایم د هغه د بریا له امله، تاسو به په هر هغه څه کې بریالي شئ چې لاس ورته اچوئ."

مېرمن وایټ-کین د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا په کلکه غندل شوې ده، او ډیریو یې د هغې دا وینا "کفر" او "لیونتوب" بللی دی.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله