اردوغان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې په شپږمه ورځ د اوربند د بیا ژوندي کولو وړاندیز وکړ
د تورکیې د جمهوري ریاست د دفتر د بیان له مخې، اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې "په پاکستان کې ترهګریز بریدونه وغندل" او ویې ویل چې تورکیه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د بیا ټینګولو لپاره خپله هڅه وکړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وړاندیز کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نوي اوربند لپاره منځګړیتوب وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ نښتې شپږمې ورځې ته داخلې شوې.
دغه کړکېچ تېره اوونۍ هغه مهال پیل شو چې افغانستان د تېرې اوونۍ په پای کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې، د پنجشنبې په ورځ بریدونه پیل کړل. له هغه وخت راهیسې، پاکستان پر افغانستان هوايي بریدونه ترسره کړي او اعلان یې کړی چې له افغانستان سره په "ښکاره جګړه" کې دی، چې دې چارې نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده.
اوسنیو نښتو هغه اوربند پای ته ورساوه چې د اکتوبر په میاشت کې د قطر او تورکیې په منځګړیتوب شوی و؛ هغه مهال هم دواړه ګاونډي هېوادونه جګړې ته نږدې شوي وو. د هغه اوربند په دوام په استانبول کې شپږ ورځې خبرې اترې وشوې، چې په ترڅ کې یې د اوربند پر غځولو او په نومبر کې د دریم پړاو خبرو پر ترسره کولو هوکړه شوې وه. خو د نوامبر په ۶مه او ۷مه نېټه شوې خبرې د کومې بریا پرته پای ته ورسېدې او پروسه ودرېده.
د تورکیې د جمهوري ریاست د دفتر د بیان له مخې، اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې "په پاکستان کې ترهګریز بریدونه وغندل" او ویې ویل چې تورکیه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د بیا ټینګولو لپاره خپله هڅه وکړي.
د شهباز شریف دفتر په مستقیم ډول د اردوغان وړاندیز نه دی تایید کړی، خو ویلي یې دي چې دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۶۱۱ کیلومتره اوږدې پولې پر سر د تاوتریخوالي په اړه خبرې کړي. په بیان کې راغلي چې دواړو لوریو پر وروستیو پرمختګونو نظرونه تبادله کړل او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به په نږدې اړیکه کې پاتې شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د اردوغان د وړاندیز په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی، خو ښايي کابل د تورکیې د ولسمشر څرګندونې یو اړخیزې او یا له اسلام اباد څخه د ښکاره ملاتړ په سترګه وګوري. سره له دې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د سرحدي وضعیت په اړه بحث کړی و.
د جګړې له پیل راهیسې، دواړو خواوو یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده. دا جګړه تر ډېره د پاکستان په شمال لویدیځ کې په خېبر پښتونخوا او سویل لویدیځ کې په بلوچستان ایالت کې متمرکزه ده.
د مرګژوبلې ارقام خورا متضاد دي. د پولې هغه سیمه چې وسله والې ډلې هم پکې فعالې دي، رسنیو ته یې لاسرسی نشته او اسوشیټیډ پریس (AP) نشي کولی په خپلواک ډول د تلفاتو راپورونه تایید کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې د سرحدي جګړې په دوام کې لسګونه نور دښمن سرتېري وژلي یا ټپیان کړي دي. د سې شنبې په ورځ دغه وزارت ادعا وکړه چې افغان ځواکونو په تېرو پنځو ورځو کې ۱۵۰ پاکستاني سرتېري وژلي، په داسې حال کې چې په همدې موده کې ۲۸ افغان سرتېري وژل شوي دي.
بل خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په تېرو شپږو ورځو کې ۴۸۱ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دواړو لوریو دغه متضاد راپورونه یو له بل سره نه لګېږي.
پاکستان خبرداری ورکړی چې پوځي عملیات به یې تر هغه دوام وکړي چې افغانستان د پاکستاني طالبانو (TTP) او نورو وسله والو پر وړاندې، چې د دوی په وینا له افغان خاورې فعالیت کوي، د تایید وړ ګامونه پورته نه کړي.
پاکستان په وار وار کابل تورن کړی چې TTP ته یې پناه ورکړې؛ هغه ډله چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي مسوله ګڼل کېږي. کابل دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.