نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو ښار کې د پولیسو د مشر په موټر چاودنه وشوه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې درې پولیس افسران ووژل شول
د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو ښار کې د پولیسو د مشر په موټر چاودنه وشوه
هنګو چاودنه / TRT

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې درې پولیس افسران ووژل شول

چارواکو ویلي  ، د جمعې په ورځ د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پاکستاني طالبانو د یوه پخواني مرکز د سړک په غاړه د پولیسو د یو مشر پر موټر چاودنه وشوه چې له امله يي د پولیسو مشر او دوه ټیټ رتبه افسرانو ژوند د لاسه ورکړ.

د سیمه ییزو پولیسو مشر، ادم خان، وویل، دا چاودنه د خیبر پښتونخوا ایالت په هنګو ښار کې هغه مهال وشوه چې افسران د پولیسو یوې هغې پوستې ته روان وو چې له یو ساعت څخه لږ وخت مخکې پرې برید شوی و.

د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، دا بریدونه وغندل او پړه یې پر پاکستاني طالبانو واچوله.

دا وروستي بریدونه یوه ورځ مخکې له هغې کیږي چې ټاکل شوې پاکستان او افغانستان په استانبول کې د سولې د خبرو دویم پړاو ترسره کړي، چې لومړۍ غونډه یې د اکتوبر په ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې شوې وه. دا خبرې، چې د قطر او تورکیې په منځګړیتوب ترسره شوې، د مرګونو سرحدي نښتو وروسته وشوې چې د دواړو غاړو لسګونه کسان په کې ووژل شول او د یو لنډمهاله اوربند لامل شوې چې لا هم پر ځای دی.

پاکستاني طالبان، چې د تحریک طالبان پاکستان یا TTP په نوم پیژندل کیږي، یوه جلا ډله ده خو د افغانستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په کابل کې واک ته ورسیدل وروسته له هغې چې د امریکا او ناټو ځواکونه ووتل.

وپلټۍ
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ