تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
هاکان فیدان : د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه غیري قانوني ده
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه "غیرقانوني" وبلله، او پر تل ابیب د فشار راوړلو غوښتنه وکړه
هاکان فیدان : د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه غیري قانوني ده
هاکان فیدان / AA


هاکان فیدان وايي لومړیتوب د کړکېچ د پراخېدو مخنیوی او له جګړې د تورکیې لرې ساتل دي، او خبرداری ورکړ چې سیمه یوې پراخې شخړې ته د راښکدولو هڅه کېږي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې امریکا او اسراییلو پر ایران جګړه "غیرقانوني" پیل کړې او ټینګار یې کړی چې د انقرې تر ټولو لومړی هدف د دغه کړکېچ د پیل مخنیوی و.

د جمعې په ورځ له  (A Haber) ټلوېزیون سره په مرکه کې فیدان وویل، د تورکیې دویم هدف د جګړې کنټرولول او د هغې د پراخېدو مخنیوی دی، او دریم هدف یې له دې کړکېچ څخه د خپل هېواد لرې ساتل دي.

هغه وویل: "زموږ لومړیتوب د جګړې د پیل مخنیوی، دویم د هغې د خپرېدو مخنیوی او دریم له دې جګړې څخه د تورکیې لرې ساتل وو."

فیدان روانو ډیپلوماتیکو هڅو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، که دواړه لوري رښتینې اراده ولري، نو ښايي په کوم پړاو کې سره یو ځای شي.

هغه زیاته کړه: "لکه د غزې د جګړې په څېر، د نړۍ هیله دا ده چې دا ناعادلانه جګړه ژر تر ژره ودرېږي او منفي اغېزې یې پای ته ورسېږي."

د غزې وضعیت او پراخو سیمه ییزو کړکېچونو ته په اشارې، فیدان پر هغه څه نیوکه وکړه چې ده پر اسرائیلو د کافي فشار راوړلو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ناکامي وبلله.

هغه وویل، وروستیو پرمختګونو په مهمو مسایلو کې "پر اسرائیلو د فشار راوړلو په برخه کې د نړۍ ناتواني" وښودله.

فیدان له ایران سره په روانه ډیپلوماسۍ کې د امریکا رول ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، که واشنګټن د خبرو په پرمخ وړلو یا کومې هوکړې ته په رسېدو کې بریالی شي، نو باید پر اسرائیلو د خپل نفوذ کارولو ته هم چمتو وي.

'د نفاق تخم'

فیدان د پراخو سیمه ییزو خطرونو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، منځنی ختیځ په تدریجي ډول هغې سناریو ته راښکدل کېږي چې د ده په وینا د اسرائیلو له خوا پرمخ وړل کېږي.

هغه وویل: "له بده مرغه، سیمه ګام په ګام یوې داسې لوبې ته راښکدل کېږي چې سناریو یې اسرائیلو لیکلې ده."

هغه د اسرائیلو د تفرقه اچوونکو پلانونو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل، د "نفاق یو داسې تخم" کرل کېږي چې ښايي د مسلمانو هېوادونو ترمنځ یووالی لا پسې ستونزمن کړي.

فیدان وویل: "د تورکیې په توګه زموږ لومړی نمبر هدف د دې نفاق د رامنځته کېدو مخنیوی دی."

سیمه ییزه غونډه

فیدان وویل، د تورکیې، پاکستان، مصر او سعودي عربستان په ګډون د یوې سیمه ییزې غونډې پلانونه بدل شوي او اوس به دا خبرې اترې د روانې اونۍ په پای کې په پاکستان کې ترسره شي.

فیدان یادونه وکړه چې په پیل کې دا غونډه په تورکیه کې پلان شوې وه، خو وروسته له هغه چې د پاکستان استازي ونه شوای کولای سفر وکړي، ځای یې بدل شو.

هغه وویل: "موږ په پیل کې غوښتل دا غونډه په ترکیه کې جوړه کړو، خو دا چې زموږ پاکستاني ورور باید په خپل هېواد کې پاتې شوی وای، نو موږ هغه پاکستان ته ولېږدوله."

ګړندۍ ډیپلوماسي

هغه د اوسنیو ډیپلوماتیکو هڅو کچې ته په اشارې وویل: "اوسمهال موږ خورا بوختې ډیپلوماتیکې هلې ځلې لرو."

سیمه ییزو تحولاتو ته په اشارې، فیدان خبرداری ورکړ چې که کړکېچ اوږد شي، د پراخو ایتلافونو جوړېدل به ورسره مل وي.

هغه وویل: "که کړکېچ اوږد شي، په سیمه کې به د ایران ضد د یوه پراخ ایتلاف جوړېدل حتمي ښکاري."

فیدان زیاته کړه، په سیمه کې باید له توکمیزو مسایلو، په ځانګړې توګه د کردانو له مسئلې، ناوړه ګټه پورته نه شي.

هغه وویل: "دا چې زموږ کرد ورونه او خویندې په یوه ځانګړي پړاو کې وکارول شي او په دې لوبه کې د مهرو په توګه ترې ګټه واخیستل شي، داسې یو حالت دی چې موږ یې لیدل نه غواړو."

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.