منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران د امریکا یو اف ۳۵ ډوله پرمختللې جنګي الوتکه وویشته
د امریکا F-35 پټه (سټیلټ) جنګي الوتکه په یوه جنګي ماموریت کې د ایران په مشکوکو ډزو کې ویشتل شوې ده
ایران د امریکا یو اف ۳۵ ډوله پرمختللې جنګي الوتکه وویشته
ایران د امریکا یو اف ۳۵ ډوله پرمختللې جنګي الوتکه وویشته / Reuters


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په وینا، په روانه جګړه کې د امریکا پر F-35 الوتکې دا لومړنی راپور شوی برید دی، چې الوتکه په خوندي توګه ناسته کوي او د پیلوټ روغتیايي وضعیت ښه دی.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا یوه F-35 پټه (سټیلټ) جنګي الوتکه د ایران په مشکوکو ډزو کې ویشتل شوې او په منځني ختیځ کې یې د امریکا په یوه هوايي اډه کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند، کپتان ټیم هاکینز، په یوې اعلامیه کې ویلي: "الوتکې په خوندي توګه ناسته کړې او د پیلوټ روغتیايي وضعیت ښه دی،" خو نوموړي د ABC او CNN په ګډون د رسنیو دغه راپورونه تایید نه کړل.

هاکینز زیاته کړه: "دا پېښه تر څېړنې لاندې ده."

امریکا په دې جګړه کې ګڼ شمېر الوتکې له لاسه ورکړي – د درې F-15 الوتکو په ګډون چې په تېروتنه د کویټي ځواکونو له خوا وویشتل شوې، او یوه KC-135 د سون‌توکو رسولو الوتکه چې په عراق کې رالوېدلې وه – خو تر اوسه داسې کومه الوتکه نه وه پېژندل شوې چې د ایران په ډزو کې ویشتل شوې وي.

امریکا او اسرائیل په سیمه کې د خپلو پوځي ځواکونو – د F-35 الوتکو په ګډون – له پراخ ځای پر ځای کولو وروسته، پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړي دي.

د فبرورۍ پر ۲۸مه د دغو بریدونو له پیل راهیسې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي: شپږ تنه د KC-135 الوتکې په لوېدو کې او اووه تنه د جګړې په لومړیو کې د ایران په بریدونو کې.

د امریکا د پوځ په وینا، د جګړې له پیل راهیسې د منځني ختیځ په اوو هېوادونو کې شاوخوا ۲۰۰ امریکايي پوځیان هم ټپیان شوي، چې ډېری یې بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله