ایران د امریکا یو اف ۳۵ ډوله پرمختللې جنګي الوتکه وویشته
د امریکا F-35 پټه (سټیلټ) جنګي الوتکه په یوه جنګي ماموریت کې د ایران په مشکوکو ډزو کې ویشتل شوې ده
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په وینا، په روانه جګړه کې د امریکا پر F-35 الوتکې دا لومړنی راپور شوی برید دی، چې الوتکه په خوندي توګه ناسته کوي او د پیلوټ روغتیايي وضعیت ښه دی.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا یوه F-35 پټه (سټیلټ) جنګي الوتکه د ایران په مشکوکو ډزو کې ویشتل شوې او په منځني ختیځ کې یې د امریکا په یوه هوايي اډه کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند، کپتان ټیم هاکینز، په یوې اعلامیه کې ویلي: "الوتکې په خوندي توګه ناسته کړې او د پیلوټ روغتیايي وضعیت ښه دی،" خو نوموړي د ABC او CNN په ګډون د رسنیو دغه راپورونه تایید نه کړل.
هاکینز زیاته کړه: "دا پېښه تر څېړنې لاندې ده."
امریکا په دې جګړه کې ګڼ شمېر الوتکې له لاسه ورکړي – د درې F-15 الوتکو په ګډون چې په تېروتنه د کویټي ځواکونو له خوا وویشتل شوې، او یوه KC-135 د سونتوکو رسولو الوتکه چې په عراق کې رالوېدلې وه – خو تر اوسه داسې کومه الوتکه نه وه پېژندل شوې چې د ایران په ډزو کې ویشتل شوې وي.
امریکا او اسرائیل په سیمه کې د خپلو پوځي ځواکونو – د F-35 الوتکو په ګډون – له پراخ ځای پر ځای کولو وروسته، پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د فبرورۍ پر ۲۸مه د دغو بریدونو له پیل راهیسې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي: شپږ تنه د KC-135 الوتکې په لوېدو کې او اووه تنه د جګړې په لومړیو کې د ایران په بریدونو کې.
د امریکا د پوځ په وینا، د جګړې له پیل راهیسې د منځني ختیځ په اوو هېوادونو کې شاوخوا ۲۰۰ امریکايي پوځیان هم ټپیان شوي، چې ډېری یې بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.