د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

اردوغان له مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې پر ډیپلوماسۍ، د اوربند پر ساتلو او د غزې د سولې پلان پر پرمخ وړلو ټینګار وکړ.

By
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې. / Reuters

اردوغان او مکرون د ایران د اوربند، لبنان او غزې په اړه خبرې وکړې

اردوغان له مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې پر ډیپلوماسۍ، د اوربند پر ساتلو او د غزې د سولې پلان پر پرمخ وړلو ټینګار وکړ.

د تورکیې د عامه  اړیکو ریاست ویلي چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې.

د دغه ریاست د اعلامیې له مخې، مشرانو د شنبې په ورځ دوه اړخیزې اړیکې وڅېړلې او اردوغان وویل چې "په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د دفاعي صنایعو په برخه کې" د همکاریو زیاتول به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

اردوغان وویل هغه بهیر چې پر ایران د بریدونو له امله پیل شوی و، پر نړیوال چاپیریال یې منفي اغیز کړی او زیاته یې کړه چې د تورکیې او نورو هیوادونو په ملاتړ ډیپلوماټیکو هڅو د اوربند په ترلاسه کولو کې "مهم رول" لوبولی دی.

هغه د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې باید د هغو اقداماتو اجازه ورنکړل شي چې "د اوربند پروسه سبوتاژ" کولی شي، چې په ځانګړې توګه یې پر لبنان بریدونو ته اشاره وه.

اردوغان وویل چې انقره به د ثبات ساتلو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه همداراز د غزې د سولې د پلان د دویم پړاو پیلول مهم وبلل او ویې ویل چې ترلاسه شوی فرصت "باید له لاسه ورنکړل شي".

مشرانو سربېره پر دې، د "نړیوالو قوانینو پر بنسټ" د هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو د ازادۍ د تضمین، په سوریه کې د روانو حالاتو، په قفقاز کې د سولې له پروسې څخه د ملاتړ او د تلپاتې سولې لپاره د اوکراین او روسیې ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیلولو په اړه هم خبرې اترې وکړې.