نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان په بلوچستان کې پوځي عملیات ګړندي کړل . د وژل شویو وسله والو شمېر ۱۷۷ ته ورسېد
پاکستاني امنیتي ځواکونو وویل چې د دوشنبې په ورځ یې په سویل لویدیځ بلوچستان کې ۲۲ نور وسله وال وژلي دي. له دې سره د څلور ورځنیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو وسله والو شمېر ۱۷۷ ته ورسېد.
پاکستان په بلوچستان کې پوځي عملیات ګړندي کړل . د وژل شویو وسله والو شمېر ۱۷۷ ته ورسېد
پاکستان په بلوچستان کې پوځي عملیات ګړندي کړل . د وژل شویو وسله والو شمېر ۱۷۷ ته ورسېد / Reuters

د پاکستان امنیتي ځواکونو له همغږو بریدونو وروسته پراخ عملیات پیل کړي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د ثبات په اړه اندېښنې راپاریدلي دي.

پاکستاني امنیتي ځواکونو وویل چې د دوشنبې په ورځ یې په سویل لویدیځ بلوچستان کې ۲۲ نور وسله وال وژلي دي. له دې سره د څلور ورځنیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو وسله والو شمېر ۱۷۷ ته ورسېد.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اناتولیا (Anadolu) خبري اژانس ته وویل چې تازه مرګ ژوبله د هغو چاڼیزو عملیاتو پر مهال اوښتې چې د شنبې په ورځ په بلوچستان کې په ۱۲ ځایونو کې له همغږو بریدونو وروسته پیل شول.

د چارواکو په وینا، د دغو بریدونو مسوولیت ناقانونه ګرځول شوې ډلې، د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (BLA)، منلی دی. په دغو بریدونو کې ۳۱ ملکي وګړي او ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي وو.

پوځي عملیات له جمعې ورځې راهیسې پیل شوي او ورسره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په کوټه او نورو سیمو کې انټرنیټي او د موبایل خدمتونه بند دي او له تېرو دریو ورځو راهیسې د اورګاډي تګ راتګ هم په ټپه ولاړ دی. د بلوچستان د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي، حمزه شفقت، ویلي چې تمه ده انټرنیټي خدمتونه د سه شنبې په ورځ بېرته فعال شي.

په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی:

دا نښتې په داسې حال کې زیاتېږي چې په ټول پاکستان کې د وسله والو بریدونو کچه لوړه شوې ده. د دوشنبې په ورځ د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په جنوري میاشت کې د ډسمبر په پرتله په جګړو کې د مړو شمېر ۴۳ سلنه زیات شوی دی.

د "پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ" د ارقامو له مخې، تېره میاشت په ټول هېواد کې ۳۶۱ کسان وژل شوي چې په هغو کې ۲۴۲ وسله وال، ۷۳ ملکي وګړي او ۴۶ امنیتي سرتېري شامل دي. همدارنګه په جنوري میاشت کې په ټول هېواد کې ۸۷ ترهګریز بریدونه شوي چې د ډسمبر په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي. له دې جملې څخه ۲۷ بریدونه یوازې په بلوچستان کې شوي دي.

وپلټۍ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري